دروغجن اتفا قونه

2020-09-21

 دروند استاد سیدي صیب ته دالۍ


اوس خو دا خلک بې پیسو چا سره نه ګو رې
څوک چې اخته وی په مزو چا سره نه ګورې

زمونږ مشران اموخته شوی ماشومانو غوندې
جیب ته دې ګورې بې خوږو چا سره نه ګورې

عبدا لقو ی ملا په شا نې یې قند یل سا تلې
مه یې غو لیږ ی په تسبو چا سره نه ګو رې

هغوی چې خپله اوزګارنه دې اوزګارڅه پیژنې
بچې نهر نه دې د هغو چا سره نه ګورې

په دې وطن کې ما لیدلې چې یاران لږ غټ شې
په ځان مین شې په کلو چا سره نه ګو رې

د ورور او ځوی مقررۍ پسې هر ور ټکوی
پخپله مور د وا سطو چا سره نه ګو رۍ

د فتر کې داسې خلک سا تې چې اړیکې شلوی
په ډوډۍ مست وی له نخروچاسره نه ګورې

د دې وطن د مسولیت بڼه که د اسې وینه
مشر به مړ شې په خو بو چا سره نه ګو رې

1395-4-30