خبرونه

اروپایي ټولنه: افغان نجونو ته باید د محدودیتونو پر ځای فرصتونه برابر شي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولي وايي چې افغان نجونې له شته فرصتونو د استفادې وړتیا لري او باید د محدودیتونو پر ځای ورته فرصتونه برابر شي. یادې استازولۍ د ځوانانو د مهارتونو نړيوالې ورځې په مناسبت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د...

سرپرست حکومت د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب پر مړینې خواشیني ښودلې

د سرپرست حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد د ولسي شاعر مطیع‌الله تراب پر مړینې خواشیني ښودلې ده. مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د تراب وفات متاثره کړی او له کورنۍ او خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده. مطیع‌الله تراب تېره شپه په خوست...

ملګري ملتونه: وچکالۍ د افغانستان ۱۹ ولایتونه اغېزمن کړي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د وچکالۍ له امله رامنځته شوي زیانونه ۱۹ ولایتونو ته پراخ شوي دي. دغه سازمان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شمالي سیمې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوې دي. د سرچینې په وینا، د کرنیزو محصولات...

حنفي: نړیوال بنسټونه دې د کډوالو حقونو په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي

د رياست‌الوزرا اداري مرستيال، عبدالسلام حنفي له مسولو نړیوالو بنسټونو غوښتي چې له کډوالو سره د مرستې او د هغوی د حقونو په خوندیتوب کې خپل مسوولیت ادا کړي. د ارګ له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ملګرو ملت...

نتنیاهو: له ایران سره د هوکړې لپاره درې شرطونه لرم

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له ایران سره د هوکړې د ملاتړ لپاره د تهران د توغندیو د پروګرام د محدودولو په ګډون شرایط وړاندې کړي دي. نتنیاهو له فاکس نیوز خبري شبکې سره په یوه مرکه کې د یورانیمو نه غني کول، د هغو بالستیک توغندیو بندول او د تر...

خلیل‌زاد: چین پر بګرام هېڅ کنټرول نه لري

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد د ډونالډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې بګرام هوایي اډه د چین په کنټرول کې ده. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: ‏»زه باور لرم چې دا راپور چې کمونیست چین اوس د بګرام ستراتیژی...

د قطر شارژدافیر: چمتو یوو چې له نړۍ سره د افغانستان اړیکو پراختیا کې رول ولوبوو

په کابل کې د قطر سفارت شارژدافیر مردف القاشوطي وايي چې هېواد یې چمتو دی، څو له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو په پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.  د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس ضیاءاحمد تکل په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې القاشوطي د دې وزارت له سرپر...

جمال: افغانستان ته له ایرانه هره ورځ ۵۰ زره افغانان راستنېږي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال خبرداری ورکړی چې افغانستان ته له ایرانه هره ورځ ۵۰ زره افغانان راستنېږي او دغه هېواد په دې کچه د کډوالو منلو ته چمتووالی نه‌لري.  جمال چې تازه په هرات کې له اسلام کلا ب...

د ایران سفیر: افغانان په پوره درناوي سره ستنول کېږي

په داسې حال کې چې له ایرانه د افغانانو د جبري راستنېدو بهیر ورځ تر بلې چټک کېږي او راستانه شوي د دغه هېواد پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي، په کابل کې د ایران سفیر ادعا کړې چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر تدریجي او له درناوي ډک دی. په کابل کې د...

ملګري ملتونه: غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې بحران بې‌سارې کچې ته رسېدلی او د مرستو رسونه تقریباً درېدلې ده. د یاد پروګرام مرستیال کارل اسکاو چې تازه یې خپل څلورم سفر غزې ته پای ته رسولی، خبریالانو ته ویلي چې وضعیت تر...