خبرونه

په ترکیه کې افغان سفارت د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ

په ترکیه کې د افغانستان سفارت  افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ. په ترکیه کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شاوخوا څلور کاله وروسته یې هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړی دی. د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کا...

امریکا کې یو افغان د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د برید پلان کولو جرم منلی

یو افغان وګړی چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د برید پلان کولو کولو  په تور نیول شوی، په خپل جرم یې اعتراف کړی دی. ډیلي میل راپور ورکړی چې د نصیر احمد توحیدي په نوم دغه کس د جمعې په ورځ ( غبرګولي ۲۳مه) فدرالي محکم ته ویلي چې هغه د ټاکنو په...

سعید: نړۍ دې د افغانستان د پوهنې برخې ستونزو په حل کې مرسته وکړي

د پوهنې وزارت مرستیال سخاءالله سعید له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه له روسیې غوښتي چې افغانستان یوازې او منزوي پرې‌ ‌نه‌ږدي او د پوهنې سکټور د ستونزو په حل کې ورسره همکاري وکړي. پوهنې وزارت په یوه خبر پاڼه کې ويلي چې سعید په کازان کې...

حقاني: افغانستان اسلامیت او افغانیت نه‌دی وران کړی

د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني وايي، د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی، بلکې د نورو اهداف د دې سبب ګرځېدلي چې افغانستان بیا، بیا بحران ته بوځي. حقاني د لوی اختر په مناسبت له یو شمېر مسوولینو او خلکو سره په یوه ناست...

تهران کې افغان سفارت: د کبرا رضایي قضیه په جدي توګه تعقیبوو

په ایران کې د سرپرست حکومت سفارت وایي، په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضایي د وژنې قضیه په جدي توګه تعقیبوي. کبرا رضايي شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې له کوره کار ته د تګ پر مهال لادرکه شوې وه چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې د تهران په پېشوا سیمه کې د خځلو...

د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ تنه مړه شوي

د ټرافيکو عمومي رياست وايي، د عرفې له ورځې څخه د لوی اختر تر څلورمې ورځې پورې په بېلابېلو ولايتونو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ تنه مړه شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي. د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې پنځو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۱۷...

ايران؛ تېره اوونۍ يې دوه افغانان اعدام کړي

د ايران د بشري حقونو د څار سازمان هينګاو ويلي، ايران روانه اوونۍ د دوه افغانانو په ګډون شپږ تنه اعدام کړي دي. سرچينې ويلي، ياد شپږ تنه د شېراز او مشهد زندانونو کې اعدام شوي دي. اعدام شوي افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور درې کاله وړاندې په‌...

د چين سمندري نفوذ؛ د چاپان اندېښنه يې ډېره کړې

د جاپان دفاع وزارت په یوه‌ يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې، د چين يوه الوتکه‌ د ارام سمندر سیمه کې د جاپان يوې کشفي الوتکې ته نږدې شوې ده. د سرچينې په خبره، دغې الوتکې د چين له يوې سمندري بېړۍ الوت کړی او د‌ جاپان له الوتکې په ۴۵ متري فاصل...

سي‌بي‌اېس: اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي

سي‌بي‌اېس نيوز د خپلو سرچینو له قوله ويلي دي چې، اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي. د سرچينې په‌ خبره، ايران به په ځوابي بريد کې عراق کې د امريکا اډې هم په نښه کړي. د ايران دفاع وزير ګواښ کړی که امريکا سره يې هستوي مذاکرات ناکام...

په کندهار ښار کې چاودنه شوې

تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې د کندهار ښار په دویمه عینو مېنه کې چاودنه شوې ده. ځینو رسنیو د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې؛ خو په دې تړاو یې نور جزیات نه‌دي وړاندې کړي. د سیمې...