د جاپان دفاع وزارت په یوه يوه خبر پاڼه کې ويلي دي چې، د چين يوه الوتکه د ارام سمندر سیمه کې د جاپان يوې کشفي الوتکې ته نږدې شوې ده.
د سرچينې په خبره، دغې الوتکې د چين له يوې سمندري بېړۍ الوت کړی او د جاپان له الوتکې په ۴۵ متري فاصله کې تېره شوې ده.
وزارت ويلي، چين له دې وړاندې هم ورته حرکتونه کړي دي.
سرچينې همداراز ويلي، چين د جاپان په يوه ځانګړې سیمه کې پوځي تمرينات کړي چې دا د جاپان امنيت ته ګواښ دی.
همدې حال کې بیا د چين دفاع وزارت دغه پوځي تمرینونه د خپل هېواد د دفاع بنسټ بولي او موخه يې کوم ځانګړی هېواد نه بولي.