خبرونه

یونېسف: له ایرانه راستنو شویو کې څلورمه برخه یې ماشومان دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) وایي چې د روان میلادي کال په جون میاشت کې له ایرانه په راستنو شویو کې څلورمه برخه یې ماشومان دي.  په افغانستان کې د یونېسف استازي تاج الدین اوېوالې پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د دغو ماشومانو له ډلې...

د اټومي انرژي نړيوال اژانس: ښايي ايران يو ځل بيا د يورانيمو غني کول پيل کړي

 د اټومي انرژي نړيوال اژانس ويلي دي چې که څه هم د امريکا بريدونو کې د ايران اټومي تاسيساتو ته زيان اوښتی دی، خو د دې امکان شته چې دغه هېواد يو ځل بيا د يورانيمو د غني کولو هڅه وکړي. د ياد اژانس مشر ويلي، لا هم‌ نده معلومه چې د ايران ۶۰ سلن...

په غزه کې د خوارځواکۍ له امله ۶۶ ماشومانو مړه شوي

  د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهیسې، په غزه کې ۶۶ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي. په غزه کې د حکومت د رسنیو دفتر له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د اسرائیلو له خوا د غزې محاصره کول یو جنګي جنایت دی او ښیي چې هېواد یې د ملکي...

افغانستان ته د بانکي اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې

د افغانستان او امریکا د سوداګرۍ ګډې خونې افغانستان بانک ته بلنه ورکړې چې د بانکي اړیکو د پراختیا په کنفرانس کې چې د روان کال په اګست کې جوړېږي، ګډون وکړي. د افغانستان بانک له لوري په خپره خبر پاڼه کې راغلي چې د دې بانک لومړي مرستیال صدیق الله خالد د...

یوناما: هڅه کوو چې له ایرانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو مخه ونیسو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال اندریکا راتوټه وايي، دغه دفتر هڅه کوي چې ایران قانع کړي،  څو د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ ودروي. د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغ...

پاکستان د غلام خان بندر وتړه

د پاکستان حکومت تېره شپه ( شنبه، د چنګاښ ۷مه) د غلام خان بندر د موټرو او مسافرو تګ راتګ پر مخ تړلی دی. د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز پر خپله اېسک پاڼه لیکلي چې پاکستاني چارواکو د غلام خان بندر کمیساري ته ویلي چې دا لاره به د امنیتي ستونزو له امله...

په پاکستان کې د پولیو یوه نوې مثبته پېښه ثبت شوې

په پاکستان کې پر پولیو د اخته کېدو پېښې په اندېښمنونکې ډول مخ پر زیاتېدو دي او تازه په دې هېواد کې یوه بله مثبته پېښه ثبت شوې ده. پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په ټانک سیمه کې یو ۱۸ میاشتنی ماشوم په پولیو اخته شوی دی. په دې سره، په...

سرپرست حکومت: دمګړۍ افغانستان کې شاوخوا ۶زره صنعتي فابریکې فعالیت کوي

سرپرست حکومت وايي چې په افغانستان کې شاوخوا ۶زره صنعتي فابریکې فعالې دي چې په کې په مستقیم ډول شاوخوا ۱۳۵زره کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې دې فابریکو افغانستان په ۱۳۰ برخو کې په بشپړ او په ۱۰۰...

کریمي بهرنیو پانګوالو ته: ملاتړ مو کوو، پانګونه وکړئ

په بېجېنګ کې د سرپرست حکومت سفیر بلال کریمي له بهرنیو پانګوالو غوښتي چې افغانستان ته راشي او له شته فرصتونو څخه په ګټه اخیستنې پانګونه وکړي. په بېجېنګ کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې کریمي په چین کې د ټرانس همالیا فورم په پنځمه غونډه...

عاصم منیر کابل ته: زموږ پر ضد ډلو ته د فعالیت اجازه مه ورکوئ

د پاکستان پوځ لوی درستیز عاصم منیر، له سرپرست حکومت غوښتي چې له خپلې خاورې د هند ملاتړو ډلو ته د فعالیت اجازه ورنه کړي. نوموړي نن جمعه (د چنګاښ ۶مه) د پاکستاني افسرانو او پوځیانو یوې ناستې ته په وینا کې ویلي چې پاکستان له افغانستان سره د ښو اړیکو غو...