په کندهار ښار کې چاودنه شوې

په کندهار ښار کې چاودنه شوې


  • 1 اونۍ دمخه (12/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 166

تېره شپه شاوخوا لس نيمې بجې د کندهار ښار په دویمه عینو مېنه کې چاودنه شوې ده.

ځینو رسنیو د ځایي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې دغه چاودنه د پخوانیو ناچاودو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې؛ خو په دې تړاو یې نور جزیات نه‌دي وړاندې کړي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، د چاودنې غږ زورور و او تر لرې سیمو پورې اورېدل شوی دی.

تر اوسه د تلفاتو او زیانونو په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې د روان کال د وري میاشتې په ۲۱مه نېټه هم د کندهار امنیې قوماندانۍ دنننه د زړو مهماتو د چاودنې له امله څلور امنیتي سرتېري ټپیان شوي وو.