په ترکیه کې افغان سفارت د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ

په ترکیه کې افغان سفارت د پاسپورټونو د وېش بهیر پیل کړ


  • 5 ورځي دمخه (14/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 94

په ترکیه کې د افغانستان سفارت  افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړ.

په ترکیه کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې شاوخوا څلور کاله وروسته یې هېوادوالو ته د پاسپورټونو د وېش بهیر بیا پیل کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له سیاسي بدلونونو وروسته، د ترکیې په ګډون د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو کې د پاسپورټونو د وېش پروسه ودرول شوه.

خو په وروستیو کلونو کې د سیمې په ځینو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د سرپرست حکومت استازو ته وسپارل شول چې په کې هېوادوالو ته د پاسپورټونو وېش بیا پیل شو.