یو افغان وګړی چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پر ورځ د برید پلان کولو کولو په تور نیول شوی، په خپل جرم یې اعتراف کړی دی.
ډیلي میل راپور ورکړی چې د نصیر احمد توحیدي په نوم دغه کس د جمعې په ورځ ( غبرګولي ۲۳مه) فدرالي محکم ته ویلي چې هغه د ټاکنو په ورځ د برید کولو لپاره وسلې ترلاسه کړې وې.
سرچینه زیاتوي، توحیدي تورن دی چې د داعش ډلې په ملاتړ یې برید پلان کړی و.
په راپور کې راغلي چې ښايي دغه افغان وګړی په ۳۵ کاله بند محکوم شي.