د ايران د بشري حقونو د څار سازمان هينګاو ويلي، ايران روانه اوونۍ د دوه افغانانو په ګډون شپږ تنه اعدام کړي دي.
سرچينې ويلي، ياد شپږ تنه د شېراز او مشهد زندانونو کې اعدام شوي دي.
اعدام شوي افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور درې کاله وړاندې په اعدام محکوم شوي وو.
دغه افغانان سليم د کابل او علي مالکي د جوزجان اوسېدونکی وو.
ياد سازمان ويلي، ايران يوازې تېره میاشت د اوو افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي دي.
دغه سازمان د اعدام پر ډېروالي اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې ايران دې د اعدام سزاګانې بندې کړي.
د يادونې ده چې ايران له دې وړاندې هم ګڼ شمېر افغانان اعدام کړي او ځيني نور يې په اعدام محکوم کړي دي.