په ایران کې د سرپرست حکومت سفارت وایي، په تهران کې د یوې افغانې کډوالې کبرا رضایي د وژنې قضیه په جدي توګه تعقیبوي.
کبرا رضايي شاوخوا ۵۰ ورځې وړاندې له کوره کار ته د تګ پر مهال لادرکه شوې وه چې د تېرې سې شنبې په ورځ یې د تهران په پېشوا سیمه کې د خځلو په منځ کې ټوک - ټوک جسد وموندل شو.
په تهران کې افغان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران غوښتي چې د دې پېښې عاملین دې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.
سرچینه زیاتوي چې دا موضوع یې د ایران د بهرنیو چارو له وزارت سره په رسمي ډول شریکه کړې ده.
د ۲۶ کلنې کبرا رضایي هویت د(ډي اېن اې) ازموینې له لارې تائید شوی؛ خو د هغې ګرځنده ټیلیفون، د هویت اسناد او د بدن ډېرې نورې برخې لا هم لادرکه دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې له ایرانه د افغان کډوالو راستنولو لړۍ چټکه شوې او په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو، د نیونې، زنداني کولو او شکنجه کولو پېښې زیاتې شوې دي.