د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ تنه مړه شوي

د اختر په ورځو کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۳ تنه مړه شوي


  • 6 ورځي دمخه (12/06/2025)
  • سمسور نیوز
  • 171

د ټرافيکو عمومي رياست وايي، د عرفې له ورځې څخه د لوی اختر تر څلورمې ورځې پورې په بېلابېلو ولايتونو کې په ټرافيکي پېښو کې ۴۳ تنه مړه شوي او ۱۵۸ نور ټپیان دي.

د یاد ریاست له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې په دې پنځو ورځو کې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ټرافیکي پېښې رامنځ‌ته شوې دي. 

سرچینه زیاتوي چې په مړو شویو کې دوه ښځې او لس ماشومان هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر کوچنی اختر کې هم په ټرافیکي پېښو کې ۳۰ تنه مړه او ۱۵۵ نور ټپیان شوي وو.

د موټر چلوونکو بې‌احتياطي، د ټرافيکي قوانينو نه مراعت او د سړکونو خرابوالى په افغانستان کې د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بلل کېږي چې هر کال په‌کې لسګونه کسان ژوند بایلي.