د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني وايي، د افغانستان د ورانېدو لامل اسلامیت او افغانیت نه دی، بلکې د نورو اهداف د دې سبب ګرځېدلي چې افغانستان بیا، بیا بحران ته بوځي.
حقاني د لوی اختر په مناسبت له یو شمېر مسوولینو او خلکو سره په یوه ناسته کې ټینګار کړی چې ملت باید د اسلامي او ملي ګټو لپاره یو موټی شي.
نوموړي زیاته کړې چې د تېر وخت پر اساس له هېچا سره محاسبه نه کوي او نه هم بدبیني لري.
دا په داسې حال کې ده چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر تر دې وړاندې هم پر پخوانیو سیاسي څېرو غږ کړی و چې افغانستان ته راستانه شي او په ابادولو کې یې ونډه واخلي.