سي‌بي‌اېس: اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي

سي‌بي‌اېس: اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي


  • 1 اونۍ دمخه (12/06/2025)
  • سمسور نيوز
  • 57

سي‌بي‌اېس نيوز د خپلو سرچینو له قوله ويلي دي چې، اس.راي-ل پر ايران برید ته چمتوالی نیسي.

د سرچينې په‌ خبره، ايران به په ځوابي بريد کې عراق کې د امريکا اډې هم په نښه کړي.

د ايران دفاع وزير ګواښ کړی که امريکا سره يې هستوي مذاکرات ناکام شول، ټولو هېوادونو کې به د امريکا پوځي اډې په نښه کړي.

همدې حال کې بیا آمريکا خپلو وګړو ته امر کړی دی چې منځنیرختيځ پرېږدي.

اسرايلو له وړانډې هم ويلي وو، که ايران د يورانيمو غني کولو هڅه وکړي، دوی به پرې بريد وکړي.

د يادونې ده چې د امريکا او ايران ترمنځ پنځه پړاوه مذاکرات شوي، خو لا هم کومې پايلې ته‌ ندي رسېدلي او ښايي چې شپږم پړاو مذاکرات ونشي.