غزل

2020-09-21

 شپه چې تياره شې رڼا چيرته ځي؟

ورځ چې بيګا شي سبا چيرته ځي؟

دا ډلې ډلې را روان خلک!
دا څنګ په څنګ خوا په خوا چيرته ځي؟

زه خو خورمه هره ورځ ټکرې
مورې! چې دا ستا دعا چيرته ځي؟

ښکاري بيا لکه چې وژني ډيوې
دا تيزه تيزه هوا چيرته ځې؟

تکل مې ځي نه ايساريږي اوس
دا دی روان شو چې بيا چيرته ځي؟