غزل

2020-12-07

نور دې په سترګو په بڼو کې وړم

لکه نـظـر دې په لـیـمـو کې وړم

 

پاس دې په سر لکه تـاج د بـاچـا

هم په رڼـا هم پـه تـیارو کې وړم

 

اینه خو نه یم چې مې نه يې یـاد

هر یوتصویردې په ماغزو کې وړم

 

ستـا لـه دعـا نه مې تـوبـه تـوبه

را کړی درد دې په ښیرو کې وړم

 

تکل به ښه شې ښې لارې ته سم

چې یاد د یاد دې په یادو کې وړم