د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

د ښاغلي نظیف تکل شعرونه

د ښاغلي نظیف تکل ژوند ليک!

دهيواد وتلی اوپېژندل سوی شاعر اوملت ژمن شخصيت  ښاغلی نظيف الله تکل د ۱۳۴۰ ل،ل کال د مرغومي په شلمه د کونړدڅوکۍ ولسولی په مربوطاتوکې په يوه غريبه کورنۍ کي سترگي دنياته پرانستي اوپه خپله لمړنۍ ژړا یې خپلې درنې مور اوبياپلارته دخوښې پيغام رسولی.

لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د څوکۍ د جمعيت په لېسه کې ترسره کړي دي.په ۱۳۵۸ ل،ل کې دکانکور له ازموينې وروسته دکابل پولیتخنیک پوهنتون ته بريالی شو،او په ۱۳۶۴ ل،ل کال له ياد پوهنتونه د ديپلوم انجنير ( ماستر انجنير) په توگه فارغ شو.

د همدې کال د چنگاښ  په مياشت کې په پما (د پروژو جوړولو په مرکزي انستیتوت )کې په دنده وگومارل شو.نېږدې اته کاله په دغه انستیتوت کې په دنده بوخت و چې کورنۍ جګړې پيل شوې او د نظام اډانه ړنگه شوه‌،تکل لومړی پېښور او بيا مسکو ته مهاجر شو.

نظيف الله  تکل د زده کړو په دوران کې له ادبياتو سره بېکچه مينه پيدا کړه،او ان په ښوونځی کې يې لا د شعر په ليکلو پيل وکړ،د هيواد په ورځپاڼو او مجلو کې يې شعرونه او مقالې چاپ او خپاره شول،د هيواد په کچه يې په مشاعرو فرهنگي غونډو،کنفرانسونو او سيمنارونو کې برخه واخيستې ده.

تکل صاحب دمهاجرت په دوران کې هم دخپل هيواد دکلتوراو فرهنگ غوړېدا ته مټې را بډ وهلې او په مسکو کې د دې تر څنگ چې دافغانانو د فرهنگ د ټولنې د ادبياته مسؤل و، په ۱۹۹۶ م کال کې يې د يو شمير فرهنگي ملگرو په گډون دلېمه ادبي او فرهنګي مجلې لومړۍ گڼه چاپ کړه ،چې دروسې په فيدراتيف جمهوريت کې د مېشتو افغانانو د پراخ هرکلي سره مخامخ شوه.

د تکل صاحب په مسؤل مديريت ياده ادبي فرهنګي مجله تر ۱۹۹۷ م کاله درې گڼې له چاپه راووته او بيا ترې تکل صاحب  د نيدرلنډ  (هالنډ) په لور د مهاجرت کډه بار کړه .

د ۱۹۹۷ م کال په جولای کې نظيف تکل د خپلې کورنۍ سره هالنډ ته ورسېد.د هالنډي ژبې د زده کړې سره هم مهال يې د نورو ملگرو په ملتيا کلتوري کارته اوږه ورکړه او په ۲۰۰۱ م کال کې يې په هالنډ کې دنور ډېرو افغانانو په گډون او فعاله ونډه د افغاني کلتوري ټولنې بنسټ کېښود .

وروسته له لږې مودې يې دازادو انتخاباتو له لارې د ټولنې مشرتوب ترلاسه کړ،د تکل صاحب د مشرۍ لاندې ټولنې ښه پرمختگ وکړ فرهنگي غونډې ،مشاعرې او سيمېنارونه يې جوړکړل او ځينې علمي ادبي آثار يې چاپ کړل .  

په ۲۰۰۶ م کال کې تکل له هالنډه نه انگلستان لندن ښار ته کډه وکړ ه.په همدې کال کې افغانستان ته ولاړ او هلته يې خپلې درې شعري ټولگې په خپل شخصي لگښت چاپ او خپرې کړې ، چې هر لورد افغانانودتاوده  هرکلي سره مخامخ شوې.

 

د تکل صاحب چاپ شوي اثار: 

۱_او پاڼې مړې وې شعري ټولگه چې لومړی په ۱۳۷۰ ل،ل کال کې د افغانستان دليکوالو ټولنې له خوا چاپ شوې وه،دويم ځل شاعر په خپل لگښت بيا چاپ او خپره کړه .

۲_پاڼې د لونگو شعري ټولگه 

۳_شبنم پر پاڼه شعري ټولگه

۴ راڅڅېدلې چوپتيا

 

نا چاپ اثار

دخوب سيوری

نظيف اله تکل په پښتو ،دري،روسي،هالنډي او انگرېزي ژبو خبرې کولای شي. زموږ دا مشهور شاعر همدا اوس دلندن په ښارکي دخپلي درنې کورنۍ سره اوسېږي.