روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 2 مياشتي دمخه (08/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 222

سمسور (پنجشنبه - د وري - ۱۹) د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۷۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې دا پېښې د هېواد په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، کندز، میدان وردګ، هلمند، لغمان او کونړ ولایتونو کې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي، چې په یادې موده کې ۵ تنو له کرونا ویروس څخه خپل ژوند بایللی دی.

سرچینه وایي، چې له دې سره پر یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۷ زره ۰۱۹ تنو ته لوړ شو.

د سرچینې په حواله له یاد ویروس څخه د مړه شویو کسانو شمېر ټولټال ۲ زره ۵۲۱ تنو ته رسېدلی.

د سرچینې په خبره، چې په همدې موده کې له دغه ویروس څخه ۱۶ تنه بېرته رغېدلي، چې د رغېدلیو کسانو شمېر ۵۱ زره ۹۵۶ تنو رسېږي.