کرونا ویروس ۲۴ ساعتونو کې ۶ تنه مړه کړي

کرونا ویروس ۲۴ ساعتونو کې ۶ تنه مړه کړي


  • 8 مياشتي دمخه (30/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 363

 

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې پر کرونا ۶ اخته کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۹۸ پیښې ثبت شوي.

د مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۱۰۰ تنه بیرته رغیدلي

د معلوماتو له مخې د تازه پیښو له ثبتیدو سره په هیواد کې د کرونا ویروس ټولې پیښې ۵۲ زره او ۴۲۸ ته ورسیدې چې دوه زره او ۱۹۵ تنه ترې مړه شوي او ۴۱ زره او ۹۰۱ تنه نور بیرته ترې رغیدلي دي.