د کرونا ویروس د ۱۰۲ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۰۲ تازه پیښو ثبتیدل


  • 5 مياشتي دمخه (04/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 175

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۱۰۲ تازه پیښې ثبت شوي چې له دې سره پر یاد ویروس د ټولو اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۱۱ تنه ورسید.

د مسوولنیو په وینا په همدې موده کې د کرونا ویروس ۷ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا پر کرونا ویروس د اخته کسانو له ډلې دوه زره او ۲۳۷ تنه مړه شوي او ۴۲ زره او ۵۳۰ تنه بیرته ترې رغیدلي دی.