د اسلامي زده‌کړو بهیر ته یوه کتنه


  • 10 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • عبد الغفور پېروز
  • 236

 ایا پوهېږئ چې په هېواد او سیمه کې د اسلامي زده‌کړو مرکزونه څه تدریسوي؟ او ایا هلته تدریسېدونکي مواد د دین له روح او وخت له غوښتنو سره سمون لري؟ 

د دې پوښتنو په ځواب د پوهېدو لپاره باید د اسلامي زده‌کړو بهیر ته لنډه کتنه وکړو.
دا مهال خو په هېواد کې دننه د اسلامي زده‌کړو لپاره په عمومي ډول داسې مرکزونه نه شته چې نصاب یې له سره ارزول شوی وي او هغه څه پکې تدریس شي چې واقعا د دین، هېواد، ملت او وخت غوښتنه وي.
د اسلامي زده‌کړو یو اړخ د قران کریم د حفظ په نوم هغه شخصي درالحفاظونه دي چې ماشومان پکې لومړی د قران کریم ناظره وايي او تر یوې مودې وروسته یې حفظ پیلوي چې د درس طرز یې خوار ځورونکی دی، ځکه ډېری استادان یې د ماشومانو پر وړاندې له خشونته کار اخلي، تر خپل برداشت ډېر بوج ورباندې راولي، عمر ته د نه پاملرنې او سم نظارت د نه شتون له امله په اخلاقي فساد اخته کېږي، هلته د موجود ناسم چېریال او خشونت له امله یې یو محروم او ځورېدلی احساس په لاشعور کې ځای نیسي او په کم عمر کې د قران یادونې د سخت فشار له امله په ذهني، عصبي او رواني ناروغیو اخته کېږي چې دولت، مدني ټولنې، کورنۍ او ولس باید د دغسې مدرسو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه هلته لوی شوي ماشومان ډېر وخت د ټولنې لپاره د مادي او معنوي زیان سبب ګرزي.
همدغه حالت له هېواده بهر په ګاونډي پاکستان کې هم دی، په دې سربېره، دلته او هلته دواړو ځایونو کې هڅه کېږي چې ماشومان د بغاوت او ترهګرۍ په روحیه وروزل شي. دا مهال چې کوم ماشومان ځانمرګي بریدونه کوي، په هغوی کې لویه برخه یې همدغه حافظان او یا قاریان وي.
د اسلامي زده‌کړو بل اړخ د اسلامي علومو په نوم هغه مرکزونه دي چې د مدرسو او درسونو په نوم یادېږي. دا مهال د هیواد په لویو ښارونو او لري پرتو سیمو کې ګڼې لویې اوړې مدرسې ودرسونه شتون لري. پر دې سربېره د افغان زده کوونکو یو لوی شمېر له هیواده بهر په نورو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان کې هم په دیني زده کړو بوخت دي چې د اسلامي علومو تر نوم لاندي مختلف فنون لولي. څرنګه چې په هیواد کې دغه ډول ډېری مدرسې او درس ځایونه د پوهنې له وزارت سره نه دي ثبت، ان ځیني خو یې د دولت له کنټروله په دباندي سیمو او یا بهرنیو هیوادونو کې دي، له همدې امله د اسلامي زده کړو لپاره مشترک او واحد تعلیمي نصاب نه شته.
هره مدرسه او درس ځای ځان ته نصاب او د زده کړې طریقه لري. زما د خپلې تجربې او مشاهدې پر بنسټ د ټولو مدرسو، درسونو او ان د شرعیاتو په نوم د پوهنځيو درسي مواد خورا کمزوري، تر وخت تېر او په ګڼو مواردو کې د سیاسي او ټولنیزو لانجو راپورته کوونکې دي.
په ډېری مدرسو او درسونو کې نن هم په تنکیو ماشومانو شروط الصلاة، قدوري، خلاصه کیداني، کنزالدقائق، منیة المصلي، پنج کتاب، ګلستان، بوستان او دې ته ورته نور کتابونه لولي چې دا کتابونه په هیڅ ډول د ماشومانو له سویې سره مناسب نه دي، ځکه که غواړو چې ماشومان مو لومړني دیني مالومات تر لاسه کړي، نو ولي دغه ډول کتابونه د هغوی په مورنۍ ژبه نه ورته وایو؟ یو ماشوم به څرنګه د شروط الصلاة، قدوري او نورو کوچینو فقهي کتابونو په سخته او زړه عربي وپوهېږي؟ بله خبره دا ده چې ماشومان د کلاسیکو فارسي اشعارو او نثر لوستلو ته څه اړتیا لري، دا کومه هوښیاري ده چې د پردۍ ژبې کلاسیک شعري او نثري ادبیات مو زموږ پر ماشومانو د دین په نوم تپلي دي؟
له لومړنۍ مرحلې پرته چې د منځنیو درجو زده کوونکو ته کوم څه ورښودل کېږي نو د هغوی ډېری وخت د عربي ژبې پر صرف، نحو او د منطق پر زړو کتابونو تېر شي چې له بده مرغه په دې وخت کې نه په عربي پوه شي، نه یې له ګرامر سره اشنا وي او نه د منطقو په سروبر خبر وي. ځکه د دې فنونو کتابونه له کلاسیک سبک سره سم دومره پېچلي لیکل شوي چې د اصل هدف پر ځای یې په متن پوهېدل خورا ستونزمن کار دی.
د دې پر ځای چې لوستونکې د عربي ژبې ګرامر زده کړي او یا د منطق په مسایلو پوه شي د هغوی ډېر وخت پر دې تېرېږي چې څرنګه د مراح الارواح، کافیې او ایساغوجي متن، حاشیې او نکتې سره ولګوي؟. لنډه دا چې د تدریس طریقه او د لیکنې سبک یې خورا وخت ضایع کوونکی او له اصل مسیره اړونکی دی.پر دې سربېره په همدې وخت کې د زړې یونانې فلسفي ځیني هغه زاړه کتابونه هم تدریسېږي چې په دویمه هجري پېړۍ کې د هغه وخت له غوښتنو سره سم عربي ته وژباړل شول او په څنګ کې یې د علم کلام ځیني کتابونه هم د نصاب برخه ده. د فلسفې او علم کلام دغه کتابونه ټول پر داسي مسایلو بحث کوي چې نن یا ورته اړتیا نه شته او یا باید د وخت له غوښتنو سره سم په نوي، اسانه او لنډ ډول تدریس شي.
په وروستۍ مرحله کې د فقهې، تفسیر او احادیثو هغه کتابونه راځي چې تر لوستلو وروسته یې عموما زده کوونکې د فراغت سند تر لاسه کوي او په اولسي اصطلاح د ملا یا مولوي درجې ته رسېږي.د نصاب دا مرحله هم سختې ستونزې لري، ځکه یو خو زموږ مذهبي فکر د خپل ځانګړي کورني او ټولنیز چاپیریال له امله پر تنګ نظرۍ او تعصب ولاړ دی او بل چې کله یو زده کوونکی د اسلامي زده کړو چاپیریال ته دننه شي نو طبعا د اسلامي احکامو په تعبیر او تفسیر کې له ګڼو اندونو او نظرونو سره اشنايي پیدا کوي، خو زموږ په دیني مدرسو کې هڅه دا وي چې زده کوونکو ته باور ورکړل شي چې په دې سیمه کې له کلونو او پېړیو راپاته او مروج ځانګړی مذهبي تعبیر بالکل کره او وروستی دی چې باید په اړه یې هیڅ ډول شک، نقد او نیوکې ته ځای پاتي نه شي، هر هغه نظر او تعبیر باید په سخته رد شي چې زموږ له مذهبي تعبیر سره مخالفت لري.
له همدې ځایه په زده کوونکو کې د کرکې، تعصب او نه زغم روحیه نوره هم پیاوړې کېږي، همدغه ذهنیت سبب ګرځي چې زده‌کوونکي د فقهي او عقیدوي مسایلو په تعبیر کې د هغه شخص، ډلې او هېواد تر اغېز لاندې راشي چې دوی پکې زده‌کړې کړې وي. د دې پر ځای چې هغوی فکر کولو، عقل کارونې، د خپل فطري استعداد ودې او نوښت ته راوبولي، دوی ته په کلکه ویل کېږي چې باید د خپل استاد، شیخ، پیر او نوي وزاړه مذهبي لارښوود هره خبره له څه فکر او غور پرته په پټو سترګو ومني، هره فتوا یې حقه وبولي او هره بیان شوې مسئله یې عملي کړي، هلته له اجتهاد او نوښت سره سخت مخالفت کېږي او ټول زور یې پر دې وي چې زده کوونکې د ړانده تقلید په خپلولو ځانونه د جنت حقدار وګرزوي.
له دې سره-سره هغوی د بدعت او سنت په نوم د ژوند کولو له ډېری نویو طرزونو او وسایلو سره هم مخالفت کوي او لویه بدمرغي دا ده چې دوی د سیاست او له نامسلمانو ډلو او هیوادونو سره د چلند یو خورا حیرانوونکی دریځ لري، د دوی زاړه کتابونه، استادان، شیخان، مفتیان او له دې بهیر سره تړلي ټول کسان په دې اند دي چې د نامسلمانو په وړاندي جګړه په هغه صورت کې فرض کفايي ده چې دوی تېری نه وي کړی او که تېری وکړي بیا پر نر، ښځه، مریې او هر هغه چا چې په یو نه یو ډول ورسره کومک کولای شي د لمانځه او روژې په څېر فرض ده. اهل کتاب(یهودان او عیسویان) به یا جزیه ورکوي، یا به اسلام مني او یا به وژل کېږي چې د جګړې په صورت کې به یې ژوندي نارینه، ښځې او ماشومان په مرېیتوب نیول کېږي.
د برخلیک په اړه به یې بیا د دوی مشران پرېکړه کوي چې ایا ښځې یې د مینځو په توګه ساتي، جنسي وفزیکې ګټه ترې اخلي او که یې د پیسو په بدل کې او یا له څه بدلې پرته خوشي کوي؟ د نارینه وو او ماشومانو په اړه هم دغسي احکام دي. نور نامسلمان ملتونه یوازي د اسلام منلو او جګړې اختیار لري او بس. د سیاست په اړه یې نظر دا دی چې باید د چارو ټول واک د مذهبي مشرانو په لاس کې وي او هغه ډول نظام پلی کې چې د دوی په کتابونو کې یې احکام بیان شوي دي او موږ دطالبانو، داعش، القاعدې او نورو سخت دریځو ډلو په شکل لیدلی دی.( د جهاد او اسلامي سیاست یا حکومت د ماهیت او حقیقت په اړه خبرې بیا جلا بحث دی چې که فرصت وو په بېلو مقالو کې به پرې وږغېږو)
لوستونکي دي دا ګومان نه کوي چې موږ د فقهې، تفسیر او احادیثو له ټولې ذخیرې سره مخالف یو او نه یې منو، بلکې هدف مو دا دی چې هلته بیان شوي تعبیرات د مفسرینو، فقهاوو او حدیث پوهانو له خوا د خپل وخت د غوښتنو پر بنسټ شوي تعبیرونه دي، موږ د دوی هڅو او زحمت ته د قدر په سترګه ګورو مګر له دې سره-سره موږ هم حق لرو چې زاړه نظریات، افکار او مسایل له سره وارزو او د د دین د کره منابعو، منطق، اساسي بشري حقوقو او علم په رڼا کې یې هغه څه ومنو چې د منلو وي او هغه څه یې رد کړو چې د منلو نه دي، نن دې ته سخته اړتیا ده چې یادو اسلامي فنونو ته له سره بیا اصولي کتنه وشي او د ګڼو فرهنګي، مالي او سیاسي لاملونو پر بنسټ د دین سخت دریځی تعبیر او له ترهګریزو کړنو ډک فقهي تفسیر بیرته اصلاح شي.
سرخط‬ ورځپاڼه