د کرونا ویروس د ۸۵ نویو پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۸۵ نویو پیښو ثبتیدل


  • 8 مياشتي دمخه (31/12/2020)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 485

د عامې روغتیا وزارت وایي چې تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۵ نوې پیښې ثبت شوي چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمیر ۵۲ زره او ۵۱۳ تنو ته ورسید.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په همدې موده کې له کرونا ویروس څخه ۶ تنه مړه شوي او په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۶ تنه بیرته ترې رغیدلي دي.

د معلوماتو له مخې تر اوسه په افغانستان کې د کرونا ویروس له امله دوه زره او ۲۱۰ تنه مړه شوي او ۴۲ زره نور بیرته ترې رغیدلي دی.