طالبان: له هیچا سره دښمني نه‌لرو او نه یې پالو

طالبان: له هیچا سره دښمني نه‌لرو او نه یې پالو


  • 4 مياشتي دمخه (18/08/2021)
  • سمسور نیوز
  • 355

طالبان وایي، چې دوی له‌ هېڅ‌لوري سره دښمني نه لري او نه یې هم پاللو ته لېواله دي. 

دا څرګندونې پرون په کابل کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د لومړني مطبوعاتي خبري کنفرانس پر مهال خبریالانو ته وکړې.

مجاهد وویل، چې دوی نور په افغانستان کې جګړه نه غواړي او په خبره یې چې د طالبانو له‌خوا ټولو اړخونو ته عمومي عفوه اعلان شوې ده.

ښاغلي مجاهد دغه‌راز وویل، چې زموږ د مشرانو له لوري د نوي حکومت پر سر خبرې روانې دي، چې ډېر ژر به نوی  نظام ولرو.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام خبریالانو ته زیاته کړه، چې کابل ښاریان دې ډاډ ولري، چې د دوی بشپړ امنیت او عزت خوندی دی/ خوندي به وي.

د هغه په خبره، چې په افغانستان کې ټولو سفارتونو او سازمانونو ته ډاډ ورکوو، چې د طالب ځواکونو له‌لوري د دوی امنیت خوندی دی.

هغه همدې ته په اشارې ډاډ څرګند کړ او ویې ویل، چې هېڅ‌کله به هم پرېنږدي؛ څو د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول‌شي.

طالب ویاند همداراز ټینګار وکړ، چې د اسلام په چوکاټ کې په نوي حکومت کې ښځو ته خپل ټول حقوق ورکوو او په وینا یې، چې دوی په تعلیمي او روغتیایي برخو کې ورته اړتیا لري.

ښاغلي ذبیح‌الله مجاهد وویل، چې طالب مشران په خبرو بوخت او غواړي یو داسې حکومت رامنځته شي، څو ټول افغانان خپل ځان په کې وویني.

ورته مهال نوموړي دا هم وویل، چې د افغانستان ملي بیرغ په اړه به راتلونکی نظام پرېکړه کوي او تر سلا مشورو وروسته به وټاکل‌شي.