پر کرونا ویروس ۸ ناروغان مړه شول

پر کرونا ویروس ۸ ناروغان مړه شول


  • 8 مياشتي دمخه (03/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 323

 

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پر کرونا ویروس ۸ اخته ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په همدې موده کې ۱۱۴ کسان بیرته ترې رغیدلي دي.

د مسوولینو په وینا په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۲۰۳ تازه پیښې ثبت شوي چې دې سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۲ زره او ۳۳۵ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۲۳۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۲ زره او ۴۰۵ تنه نور بیرته رغیدلي دي.

یاد وزارت وایي تر اوسه یې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس ۲۰۴ زره او ۳۳۵ نمونې څیړلي دي.