روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 3 مياشتي دمخه (05/04/2021)
  • خالد سهار
  • 298

سمسور (دوشنبه - وری - ۱۶) د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۶۲ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

روغتیا وزارت وایي، چې په یادې موده کې څلور تنو له کرونا ویروس څخه خپل ژوند د لاسه ورکړی دی.

د یاد وزارت د مالوماتو له مخې، چې دا پېښې د هېواد په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، کندز، هملند، کونړ او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

سرچینه وایي، چې له دې سره پر یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۵۶ زره ۷۷۹ تنو ته لوړ شو.

د سرچینې په حواله له یاد ویروس څخه د مړه شویو کسانو شمېر ټولټال ۲ زره ۵۱۲ تنو ته رسېدلی.

د سرچینې په خبره، چې په همدې موده کې له دغه ویروس څخه ۱۷ تنه بېرته رغېدلي، چې له دې سره د رغېدلیو کسانو شمېر ۵۱ زره ۹۰۲ تنو رسېدلی.