سوله له کومه ځایه راځي؟

سوله له کومه ځایه راځي؟


  • 8 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • څېړنوال عبدالغفور لېوال
  • 202

زما باور خو دا دی چې جګړه تر ډګرونو وړاندې په زړونو او ذهنونو کې پېښېږي. تر همدې تېس لاندې به خبره داسې وغځوو؛ دا سمه ده چې سوله د خلکو اړتیا او احتیاج دی، خو تر هغو راتلای نه‌شي چې د سیاستوالو او جګړه‌مارو په اړتیا او احتیاج هم بدله شي.
په افغانستان کې لا تراوسه باور دا و چې حاکمیت او سیاسي واک د جګړې په زور ګټل کېږي. د سولې پړاو ته د بدلون لومړی ګام به دا وي چې د واک مینه‌وال او شوقیان دې باور ته ورسېږي چې نه! سیاسي واک او حاکمیت ته د رسېدو لاره د جګړې له ډګرونو نه، بلکې د سولې او سیاست له میزونو څخه تېرېږي. لوستونکي به وپوښتي چې دا خو نو ساده خبره ده او هر څوک پرې پوهېدای شي. زما بشپړ تېسېس د همدې ساده منطق پر بنسټ تر دې وروسته پیلېږي.
د بحث پایلې ته د رسېدو له‌پاره باید اساسي پوښتنه را وړاندې کړم؛ 
څنګه او څه وخت سیاستوال او جګړه‌ماران دې پایلې ته رسېدلای شي چې واک ته د رسېدو له‌پاره باید د سولې پر لارو مزل پیل کړي؟ 
هغه مهال چې واک ته د رسېدلو پروسه ډیموکراټیکه وي او سیاستوال باور ولري چې واک ته د رسېدو له‌پاره د خلکو رایې، باور او محبوبیت ته اړتیا ده. 
چې د خلکو سیاسي پوهه او هوښیاري لوړه وي او دا درک کړای شي چې واک د دوی د خدمت او د انساني ژوند د شرایطو د ښه والي له‌پاره دی، نه د دې له‌پاره چې کوم زورور ته یې ور بخشش کړي یا یې په زوره غصب کړي. 
درېیم دا چې تر واک ته رسېدو وروسته پر حکومت ولسي نظارت دومره پیاوړی وي چې نااهله وګړي پخپله د واک ګدۍ پرېږدي او وړ کسان را وړاندې شي.
په افغانستان کې ستونزه څه ده؟ 
دلته خلک لا نه پوهېږي چې د حکومتونو مسوولیت څه دی؟ د واک په اړه تصور خورا زوړ دی. خلک فکر کوي چې همدا بس دی چې یو څوک یې پاچا وي. دلته لا هم د واک له‌پاره یو څوک مستحق ګڼل کېږي، نه وړ.
وړتیا او استحقاق بېل څيزونه دي. کېدای شي، د ځینو له نظره د هغوی د پوځي ډلې مشر د دې له‌پاره د واک مستحق وي چې ښه جګړه یې کړې ده، خو خلک باید استدلال وکړي چې حکومتي واک د جګړې کولو ځای نه دی. افغانان لا هم فکر کوي؛ پلانی د زمري په څېر زړور دی او باید پاچا شي، خو په پرمختللو ټولنو کې د زمري پر ځای په هوښیارو بنیادمانو پسې ګرځي.
یوه ستونزه خو دا ده چې په افغانستان کې موږ خدمتګار حکومتونه نه دي درلودلي چې خلک د حکومت ماهیت وپېژني. د پرله‌پسې کودتايي نظامونو یو بد میراث همدا دی چې خلک فکر کوي، هغه څوک د واک مستحق دی چې د واک نیولو زور لري. په دې ډول تصور کې خلک پر خپل مسوولیت او صلاحیت باور نه لري. 
همدغه تصور دی چې د واک شوقیان له استبداد، وژنو او پوځي زوره کار اخلي او ځانونه واک ته رسوي. چې جګړه د واکموندنې معیار وي، د واک وځواک تږي سولې ته غاړه نه ږدي.
په دیارلس سوه اویایمو لمریزو کلونو کې هرې ډلې چې ډېر زور درلود، واک ته به یې ځان ورساوه، دوی چې د پوځي زور په مرسته د سیاسي واک تر لاسه کولو خوند لیدلی و، اوس هم په هماغه زاړه تصور کې لا جنګېږي او غواړي له دې لارې ځان قدرت ته ورسوي.
ښايي ځینې ښاغلي استدلال وکړي چې په افغانستان کې خو جګړه بهرني عوامل لري؟ دا بېخي سمه ده، خو بهرنیان هم د جګړې د دوام له‌پاره کورني عوامل مطالعه کوي او کار ترې اخلي، په حقیقت کې د بهرنیو دسیسې ځکه بریالۍ کېږي چې په کور دننه د خلکو په ذهنیتونو او باورونو کې د جګړې له‌پاره بسترونه شته.
د ولس لوړ سیاسي شعور کړای شي، په کور دننه د جګړې له‌پاره زمینه له منځه یوسي او په هغه صورت کې بهرنیان نه‌شي کړای پر جګړه پانګونه وکړي. 
حل‌لاره؛ 
خلک باید سیاسي واک وپېژني. د حکومت پر منطق وپوهېږي، د خپلې سیاسي ارادې او رایې په زور پوه شي او له ځانه پوښتنه وکړي چې ولې؟ چا ته؟ او د کوم هدف له‌پاره رایه ورکوم؟
حکومت د ولسي اقتدار د تمثیل داسې موسسه ده چې د خلکو د انساني ژوند په شرایطو کې باید مثبت بدلون راوستلای شي. 
ښه ولسمشر یا لومړی وزیر، وزیران یا نور چارواکي هغه نه دي چې ښې جګړې یې کړې وي. ښه جګړه‌ماران به ښه جنرالان وي، خو ښه سیاستوال نه‌شي کېدای. 
ښه سیاستوال هغه دي چې خلکو ته د څښلو اوبه، د خوړلو ډوډۍ، د پوهنې ښوونځی، د تګ راتګ لويې لارې برابرې او د ملي حیثیت نړیوال اعتبار او د ودان افغانستان د را منځ ته کولو له‌پاره فکر و عمل وکړای شي.
خلکو که دا درک کړه، بیا نو په جګړه‌مارو پسې نه ځي، بلکې په هغو سیاستوالو پسې ملا تړي چې دغه چارې ورته تر سره کړای شي. 
هر کله چې د واک شوقیانو د خلکو داسې اراده او پرېکړه ولیدله، پخپله له جګړې څخه لاس اخلي او سولې ته غاړه ږدي.
لا تر اوسه چې جګړه د قدرت تر لاسه‌کولو وسیله ګڼل کېږي، د واک شوقیان جګړو ته ملا تړي، خو که د قدرت تر لاسه کولو وسیله د خلکو رایه، ملاتړ او رضایت و، بیا نو د چوکۍ مینه‌وال تر هر چا ډېر د سولې نارې سورې وهي.
همدا اوس هم په دې برخه کې افغانانو ښه مزل کړی دی، د تېرو ټاکنو بهیرونو وښووه چې جګړه‌مار او تاوتریخجن سیاستوال په دويم کتار کې پاتې شول. ولس تر ډېره بریده داسې چا ته رایه ورکړه چې ټوپکونه یې نه وو کارولي. هغوی چې په جېبونو کې قلمونه درلودل او په خبرو کې یې د اقتصاد، تولید، پوهنې، سوداګرۍ او قانون یادونه ډېره کوله. دې اصل جګړه‌ماران وپوهول چې نور لکه چې ټوپک چلول سیاسي واکمني ته د رسېدو لاره نه ده. 
ترسم نرسی به کعبه ای اعرابی 
این ره که تو میروی به ترکستان است
یو بل ګام اخیستل په کار دي چې جګړه‌ماران له دويم کتاره هم وایستل شي او بېخي څنډې ته ور جارو شي. لږ نور همت په کار دی، په ښارونو کې موډرن ځوان نسل په تېرو ټاکنو کې خپله ونډه ښه تر سره کړه، اوس نو په کار ده چې دا شعور کلیو ته هم خپور شي او د حکومت او سیاسي واک و ځواک ماهیت خلکو ته ور وپېژندل شي.
لنډه یې دا چې تر اوسه واک ته د رسېدو له‌پاره، جګړه د سیاسي سیالانو یوه اړتیا وه، خو که د خلکو د لوړ شعور په پایله کې سوله، کفایت، پوهه، ژمنه، پاک‌لاسي، پیاوړې اراده، طرحې او سیاسي فکر و عمل د واک ته رسېدو له‌پاره په اړتیاوو بدل شول، سوله پخپله راځي.
سوله د خلکو د سیاسي شعور او ملي ارادې تر شا پټه شوې ده، که خلکو خدمتګار حکومتونه غوښتل او د خدمتګارو حکومتونو د را وستلو له‌پاره یې خپله اراده کارولای شوه، جګړه پخپله پای ته رسېږي.