د خوړو نړیوال پروګرام ۱۳ میلونه اړمنو سره مرستې کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام ۱۳ میلونه اړمنو سره مرستې کوي.


  • 6 مياشتي دمخه (04/02/2021)
  • عارف سمیر
  • 167

 

د خوړو د نړیوال پروګرام اداره وايي، چې روان ۲۰۲۱ میلادي، کال کې به له ۱۳ میلونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او  د خوراکي موادو مرسته وکړي.

کابل کې د یادې ادارې ویاند وحیدالله اماني وايي، چې په ټول هېواد کې یې د  اړمنو کسانو لیستونه برابر کړي او په روان کال کې به ورسره د یو منظم سیستم له لارې مرسته وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې د خوړو نړیواله اداره د افغانستان د بې وزله خلکو لپاره دوامداره پلانونه لري او هر ځای چې اړتیا پېښه شي امکاناتو ته په کتو به مرستې ور ورسوي.

یاده اداره دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې اوس مهال د څېړنو له مخې د افغانستان تر ۱۸ میلیونو زیات وګړي د ژوند لومړني امکانات نلري.