د کرونا ویروس د ۱۳۷ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۳۷ تازه پیښو ثبتیدل


  • 1 کال دمخه (19/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 595

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۸ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۳۷ تنه تازه پرې اخته شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۴ زره او ۲۷۸ تنو ته ورسید.

د معلوماتو له مخې له دې ډلې دوه زره او ۳۵۴ تنه مړه شوي او ۴۶ زره او ۵۵۴ تنه بیرته رغیدلي دی.