کندهار مې د بابا په قباله دی


  • 3 کاله دمخه (21/09/2020)
  • محمد ابراهيم سپېڅلی
  • 1500

 چې د ژېړ مازدیګر زرینې وړانګې لا د ارغنداب د غره پر سر ولاړې وي، نو په دغه وخت کې یوه ډله سپين ږیري، ځوانان او په عمر پاخه فرهنګیان د کندهار اطلاعاتو او کلتور ریاست په انګړ کې سره راټول شي.

دوی په میاشت کې دوه ځله (لومړی او پنځلسم) تاریخ سره کښېني. 
 
موخه 

ټولو فرهنګیانو هوډ کړی دی چې د کندهار د  اطلاعاتو او کلتور او پوهنې ریاستونو سره به په ګډه همکاري کوي، ترڅو یو ځل بیا د کندهار تاریخي، کلتوري، ادبي او ښوونیز برم راژوندی کړي. 
یاد فرهنګیان به همدارنګه له کندهار ولایت مقام سره هم د دغو دوو ریاستونو لپاره د رييسانو په ټاکلو کې مرسته کوي او داسې کسان به ورته معرفي کوي چې د دوی ټولو په اند د دغو څوکیو لپاره وړ وي. 
کندهاري فرهنګیان وايي، اکثره وخت دغو دواړو ریاستونو ته داسې کسان په واسطه معرفي کېږي چې د کندهار فرهنګي او ښوونیز بهیر له خاورو سره خاوري کړي. 
 
ښه خبره 

ښه خبره دا ده چې تر دې ناستې مخکې هم د کندهار فرهنګیان په بېلابیلو ځایونو کې سره راغونډېدل او د دوی غونډې تر ډېره پر مشاعره او د کرکتنې په نامه د شعرونو پر تبصرو راټولې وې. 
دا ځل ښه خبره دا ده چې دلته د کندهار پر ځوانو فرهنګیانو سربېره، سپین ږیري استادان، قلموال، شاعران او لیکوالان له یو او بل سره په ګډه پر خپلو تاریخي، کلتوري، ادبي او ښوونیزو ستونزو غږېږي. 
ما په هره غونډه کې لیدلي چې د ځوانانو نظرونو ته ټول غوږ نیسي او که کومه نیمګړتیا وي، نو د استادانو له خوا په ډېره نرمه لهجه اصلاح کېږي. 
 
نوم او تشکیل 

د دې ناستو او غونډو نوم (کندهار کلتوري مرکه) ټاکل شوی دی، افتخاري مشر يې د کابل پوهنتون مخکېنی استاد ژبپوه او توکم پوه استاد ډاکټر عبدالرازق پالوال دی. 
د استاد پالوال تر مشرتابه لاندې اووه کسیزه جرګګۍ هم موجوده ده چې په دې جرګګۍ کې د کندهار پوهنتون، کندهار عالي دارالمعلمین استادان، محصلین او شاعران ګډون لري. 
تر دې جرګه‌ګۍ لاندې بیا اووه نورې کوچنۍ مرکه‌ګوټي هم ټاکل شوي دي چې د خبریالانو، شاعرانو، لیکوالانو، ممثلینو، سندرغاړو، لیکګرانو او ښوونځیو استازي په خپلو برخو کې پر ستونزو او حل لارو باندې په نوبت خبرې کوي. 
 
رضایت او غوښتنې 

تر کومه ځایه چې ما د استادانو د لارښوونو په اړه له ځوانانو څخه پوښتنه کړې ده، نو ځوانان هم راضي دي او وايي، دلته نه یوازې د خپل نظر ویلو جرائت په لاس ورځي، تر څنګ يې له مشرانو استادانو څخه د بېلابېلو موضوعاتو په اړه ډېرې خبرې زده کوي چي دا ټکی د دوی لپاره یو ښه زېری دی.
د کندهار کلتوري مرکې ټول ګډونوال او د کندهار اوسېدونکي تر دې ګړيه د مرکې له کارونو څخه رضایت لري او غوښتنه کوي چې مرکه دې همداسې خپلواکه وساتل شي، ترڅو ګټه يې یوازې د کندهار پرځای لوی کندهار او بیا ټولو پښتنو ته ورسېږي. 
دا مهال په کندهار کې هره پنجشبنه دوه ځایه (روهي ادبي بهیر او د لوی کندهار ادبي بهیر) تر نامه لاندې جلا جلا تر ډېره ځوان فرهنګیان سره راټولېږي چې په دواړو ځایونو کې یو ډول مشاعره او د یو ځوان پر شعر د کره کتنې په اړه څه خبرې کېږي. 
که چېرې کندهار کلتوري مرکې وکولای شوای چې دغه دوه بهیرونه هم سره یو ځای کړي، نو دا به يې د خپل مسوولیت په رفع کولو کې لوی ګام اخیستی وي.
سرخط ورځپاڼه