وسله والو ننګرهار کې پنځه تنه وژلي.

وسله والو ننګرهار کې پنځه تنه وژلي.


  • 7 مياشتي دمخه (27/04/2021)
  • خالد سهار
  • 249

سمسور (سه شنبه د غوایي ۷) وسله والو کسانو د ننګرهار ولایت لعلپورې ولسوالۍ په صدې سیمه کې د یوه کور مخې ته په دېره کې ناستو کاسانو باندې ډزې کړې دي.

د ننګرهار ولایت والي ضیاء الحق امرخېل وایي، چې دا پېښه تېره شپه نږدې دولس بجې د تفسير په نوم د وسله والو طالبانو پخواني غړي په دېره کې رامنځته شوې، چې له امله یې د نوموړي او ورور په ګډون يې پنځه تنه وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

والي همداشان زیاتوي، چې امنیتي ارګانونو د یادې پېښې د لامل د څرنګوالي او عاملينو د نيولو په موخه اقدامات پيل کړي.

باید یاده شي، چې نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم د دې ولایت د جلال اباد ښار نهمې ناحیې د نغلو سراچه علي خان سیمه کې د تراویح لمانځه پر مهال د حاجي عبدالوهاب د کورنۍ اته تنه غړي چې پنځه تنه یې ځامن او درې تنه یې وریرونه دي وژل شوي وو. 

د ننګرهار د والي په خبره، لومړني معلومات ښیي چې یاده پېښه د شخصي ځمکې پر سر د جنجال له امله رامنځ ته شوې وه.