د هېواد ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی

د هېواد ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی


  • 6 مياشتي دمخه (21/10/2023)
  • سمسور نیوز
  • 339

د هوا پېژندنې ملي اداره وایي، نن د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې د سختو اورښتونو او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. 

یاد وزارت پر خپله اېکس لیکلي، چې د یادو ولایتونو په لوړو سیمو کې د سخت اورښت، تالندې او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.  

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، نورستان، کنړ، لغمان، پنجشیر، کاپیسا، بغلان، بامیان، پروان، ننګرهار، کابل، میدانوردګ، لوګر، پکتیا او خوست هغه ولایتونه دي چې په‌کې د اورښت اټکل شوی دی. 

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې اورښتونو خلکو ته پراخ مالي او ځاني تلفات اړولي وو.