د کابل کندهار لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم وتړل شوه

د کابل کندهار لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ هم وتړل شوه


  • 5 مياشتي دمخه (12/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 184

د کابل – کندهار د لویې لارې موټر چلونکي شکایت کوي چې پر دغه لویه لاره  ميشتې پوستې ورڅخه په غیرقانوني ډول پیسې اخلي او چي پيسې ورنه کړي، ناوړه چلند ورسره کوي.

موټرچلونکي وايي، د دغې لارې هره پوسته له زرو څخه تر پنځو زرو پوري  افغانۍ ورڅخه اخلي، خو که پيسې ورنه کړي، په شپو او ورځو موټر په پوسته کي ورڅخه دروي.

هغوی وايي، د پوستو عسکر کله- کله په موټرو کي بار خوراکي او سون توکي هم ورڅخه اخلي.

دوی زیاتوي، پولیسو ډیر په تکليف کړي او د هغوی له لوري وهل کیږي او ښکنځلې ورته کیږي.

موټرچلونکي وايي، دومره ګټي، چي پولیس يې ورڅخه اخلي، نور دوی ته هیڅ نه پاته کیږي.

تر دې وړاندې هم په ګڼو سیمو کي موټر چلونکو ورته شکایتونه کړي وو، خو لا هم په لویو لارو کي د شکونې او له موټر چلونکو څخه په زوره د پیسو د اخیستنې لړۍ روانه ده.