د تیانو سرطان

د تیانو سرطان


  • 1 مياشت دمخه (15/04/2021)
  • ذکریا رحیمي
  • 168

د تیانو سرطان

څومر چې مخکې یا په لمړي پړاو کې د تیانو سرطان تشخیص شي همدومره یې بریالۍ درملنه ممکنه ده. په لمړیو پړاونو کې یې تشخیص د ممو ګرام (mammograms) او (screening tests) ازموینو له لارې کیږي – مموګرام د ټیټ ډوز اېکس رې ده. ډېری وخت د تیانو سرطان د نښو یا علایمو له لارې تشخیص کیږي خو ډېرې انجونې او ښځې چې د تیانو سرطان لري علایم یې په لمړیو پړاونو کې نه څرګندیږي او له همدې امله هر کال پورته یادې شوې ازموینې اړینې دي تر څو په وخت تشخیص او درملنه یې نا ممکنه نشي.

 

د تیانو د سرطان تر ټولو عامه نښه په تي کې نوې غوټه پیدا کېدل دي. پیدا شوې غوټه کوم درد نلري څنډې یا پولې یې نا منظم شکل لري او کلکه وي. خو د تي سرطان نرم، ګرد شکل کې هم امکان لري او له ځان سره درد هم لرلای شي. نو له همدې امله باید یوه داسې کس چې د تیانو د سرطان په تشخیص کې تجربه لري معاینه وکړي او د ازموینو لپاره سپارښتنه وشي.

 

د تیانو د سرطان نور ممکن علایم په لاندې ډول دي:

 

۱ – د تي یوه برخه یا ټول تی پړسېدل او په دې حالت کې ممکن تازه غوټه هم وي او یا نه وي

۲ – د تي په څنګ کې یا هم بلې برخې کې کنده یا ژوره پیدا کېدل، د تي په پوستکي کې سوزی یا بخار پیدا کېدل

۳ – په تي کې یا د تي په سر کې درد پیدا کېدل

۴ – د تي په پوستکي کې یا د تي په سر کې سوروالی، یا ټاپې یا ډبلوالی پیدا کېدل

۵ – د تي سر داخل ته ننوتل

۶ – پرته له شیدو له تي څخه نور توکي راوتل

 

ځینې وخت د تي سرطان لنفاوي غوټو یا د وږې هډوکو ته هم خپرېدای شي او په یادو برخو کې د پړسوب یا غوټې لامل ګرځي. ځینې وخت کې دا چاره په تي کې د اصلي تومور له غټیدو مخکې تر سره کیږي. که چېرې لنفاوي غوټې پړسېدلې وي نو بیا هم باید د تیانو د سرطان د ازموینې سپارښتنه وشي.

 

له دې هر څه وروسته دوه خبرې په یاد کې ولرئ :

۱- پورته ټولې نښې یا علایم له سرطان پرته د نورو ناروغیو له امله هم پیدا کېدای شي.

۲ – مموګرام د تي د سرطان ټول ډولونه نشي تشخیص کولای نو تاسې باید خپل تیان تل مطالعه کړئ او پورته علایم پکې ولټوئ تر څو مو ژوند د سرطان له ګواښ څخه ژغورلی وي.

 

د تیانو سرطان هغه وخت پیل کیږي کله چې په تي کې حجرې له کنټرول وتلې وده پیل کړي. دا حجرې معمولا یو تومور جوړوي کوم چې اېکس رې کې لیدل کیږي او یا هم د محسوس کېدو یا تشخیص وړ د نوې پیدا شوې غوټې په څېر را څرګندیږي. که چېرې دا حجرې په نورو نسجونو برید کوونکې وي او یا هم د (metastasize) له لارې د بدن نورو غړو ته خپریږي نو سرطاني تومور ده. د تیانو سرطان تقریبا ټول په ښځو او انجونو کې وي خو په هلکانو او سړیانو کې هم رامنځته کېدای شي.

 

د تي سرطان د تي په کومه برخه کې پیل کیږي ؟

د تي سرطان د تیانو په مختلفو برخو کې رامنځته کېدای شي. د تیانو د سرطان ډېر وخت د تي په هغه تونل کې پیدا کیږي کوم چې د تیانو سر ته د شیدو انتقال کوي. په انګرېزۍ کې دې ډول ته (ductal cancers) نوم اخلي. ځینې د تیانو په مرغړیو کې پیدا کیږي کوم چې ښځو کې شیدې تولیدوي. دې ډول ته انګرېزۍ کې (lobular cancers) نوم اخلي. نور ډولونه هم لري خو عام ندي.

 

د سرطان ځینې ډولونه د تیانو په نورو نسجونو کې هم پیدا کیږي او د (sarcomas and lymphomas) په نومونو یادیږي کوم چې د تیانو ریښتینی سرطان نه ګڼل کیږي.

 

د تیانو د سرطان زیات ډولونه په تیانو کې غوټه پیدا کوي خو ټول ډولونه یې د غوټې پیدا کوونکي ندي. ډیری ډولونه یې تر نښو او علایمو مخکې د مموګرام ازموینې له لارې په لمړي پړاو کې د تشخیص وړ دي.

 

که چېرې تیانو کې غېرې سرطاني تومور پیدا شي نو غېرې نورمال وده ګڼل کیږي، دا ډول تومور له تیانو بهر نه خپریږي او ژوند هم له خطر سره نه مخ کوي نو که چېرې تاسې ازموینه کوئ او یا هم د معاینې لپاره ډاکټر ته ځئ نو یو مسلکي او تجربه کاره کس ته ولاړ شئ تر څو د غېرې سرطاني تومور لپاره د سرطان درمل درنکړي او په لوی لاس مو ژوند له ګواښ سره مخ نکړي. په همدې غېرې سرطاني تومورونو کې ځینې د تي د سرطان پیدا کېدو لامل هم ګرځي نو توپیر کوونه یې اړینه ده.

 

د تیانو سرطان څرنګه خپریږي ؟

د تیانو سرطاني حجرې چې کله لنفاوي یا د وینې سیستم ته داخلې شي نو د بدن نورو برخو ته خپریږي. لنفاوي سیستم د لنفونو یوه شبکه ده او په ټول بدن کې لنفاوي غوټې رګونو سره وصل کړې یا نښلولې وي. په لنفاوي رګونو کې روښانه مایع ته لنف وایي په دې کې اضافي بیکاره توکي شامل وي. د بدن د دفاعي یا ایمني سیستم حجرې هم پکې موجودې وي. کله چې لنفاوي سیستم له تیانو مایع بهر انتقال کړي نو په دې حالت کې سرطاني حجرې لنفاوي رګونو ته داخلیږي او په لنفاوي غوټو کې وده کوي.

 

د تیانو زیات لنفاوي رګونه د بازو لاندې په لنفاوي غوټو کې تخلیه کیږي، د وږې چار چاپېره لنفاوي غوټو کې تخلیه کیږي او یا د سینې له هډوکي سره په لنفاوي غوټو کې تخلیه کیږي.

 

که چېرې سرطاني حجرې ستاسې لنفاوي سیستم ته خپرې شوې وي نو ډېر امکان شته چې د بدن نورو برخو ته هم رسېدلې وي. که چېرې په یوه یا څو لنفاوي غوټو کې سرطاني حجرې تشخیص شي نو جراحي ته اړتیا پیدا کیږي تر څو لنفاوي غوټه را ووېستل شي او ډاکټران په دې پوه شي چې سرطاني حجرې د بدن نورو غړو کې هم شته او کنه

 

په ډي اېن اې کې تغیر نورمال د تیانو حجرې په سرطاني حجرو بدلوي. ځینې د ډي اېن اې تغیرات ارثي وي او له مور او پلار څخه اولاد ته انتقالې شوې وي کومې چې دچې د مختلف ډوله سرطان خطر زیاتوالی شي. نور لاملونه یې ستاسې له خوړو او د سپورت له کچې سره تړاو لري. خو تر اوسه دا نده مالومه چې یاد عوامل څومره د سرطان رامنځته کېدو او مخنیوي کې مرسته کوي. هورمونونه هم د تیانو په سرطان کې خپل رول لوبوي خو تر اوسه دا نده مالومه چې دا چاره څرنګه ترسره کیږي.

 

ډي اېن اې څه ده ؟ ډي اېن اې زمونږ په حجرو کې کیمیاوي توکي دي کوم چې زمونږ جین جوړوي او په دې کې تغیر د تیانو د سرطان لامل ګرځي. جین زمونږ د حجرو د فعالیت لپاره لارښونه لري. د ډي اېن اې ځینې تغیرونه ارثي وي او له مور پلار څخه بچیانو ته انتقالیږي. که چېرې ارثي وي نو ډېری وخت په ځوانۍ کې د سرطان د ډېرو ډولونو لامل کیږي. خو که چېرې ارثي نه وي په انګرېزۍ کې د (Aquired DNA mutations) په نامه یادیږي او یواځې د تیانو د سرطان لامل ګرځي.

 

کله چې ډي اېن اې کې تغیر رامنځته شي نو د تغیر موندلي جین لامل کیږي. کله چې حجره وده کوي نو ځینې جینونه کنټرول کوي په نوې حجرې وېشل کیږي او مړه کیږي خو که چېرې په دې جینونو کې تغیر رامنځته شي نو حجره نورمال کنټرول له لاسه ورکوي او د سرطان لامل کیږي.

 

پروټو اونکو جین (Proto-oncogenes) هغه جینونه دي کوم چې له حجرې سره په نورمال وده کې مرسته کوي. کله چې یاد جین تغیر پیدا کړي او یا یې زیاتې کاپیانې موجود وي نو په هغه وخت کې فعال پاتې کیږي په کوم وخت کې چې باید فعال نه وي او بد جین ترې جوړیږي. کله چې داسې وشي نو حجره له کنټروله وتې وده کوي او نورې داسې حجرې زېږوي چې له کنټروله وتې وده کوي. او همدا د سرطان لامل کیږي. همدې بد جین ته د (oncogene) نوم اخلي.

 

تومور سوپرېسشن جین (Tumor suppressor genes) نورمال جینونه دي او د حجرې وده یا وېش ورو کوي، د ډي اېن اې تېروتنه سموي یا ترمیم کوي او یا هم حجرې ته وایي چې کله باید مړه شي د مړه کېدو دې بهیر ته یې انګرېزۍ کې (apoptosis or programmed cell death) وایي. که چېرې دا جینونه په نورمال توګه فعالیت ونکړي نو حجرې له کنټروله وتلې وده کوي او دا حجرې نورې ځان ته ورته حجرې زېږوي او په هغه وخت کې نه مړې کیږي په کوم کې چې باید مړې شي او د سرطان لامل ګرځي.

 

د ارثي جین تغیر (Inherited gene changes) په ډراماتیکه توګه د ډي اېن اې ځینې تغیرونه د سرطان ځینې ډولونه په یوه کورنۍ کې رامنځته کولای شي. د بېلګې په توګه (BRCA genes) یا هم (BRCA1 and BRCA2) دواړه (tumor suppressor genes) دي که چېرې په دې جینونو کې یو هم تغیر وکړي نو د حجرې غېرې نورمال وده نه کنټرول کوي او د سرطان د رامنځته کېدو زیات امکان پیدا کیږي. له دې جینونو څخه د یوه جین تغیر له مور او پلار څخه بچیانو ته انتقالیدای شي. که چېرې ښځې جنتیکي ازموینې وکړي نو په ازموینو کې یې دا مالومیدای شي چې له مور او پلار څخه یې د (BRCA1 or BRCA2) جینونو تغیر ور انتقال شوی. همداسې کم معمول جینونه لکه (PALB2, ATM or CHEK2) هم پکې څرګندېدای شي. دا ډول ښځې کولای شي چې د سرطان خطر کم کړي او یا هم هر کال ازموینو ته ادامه ورکړي تر څو سرطان په لمړي پړاو کې تشخیص کړي ځکه چې لمړي پړاو کې یې بریالۍ درملنه ممکنه ده.

 

د خطر عامل هر هغه څه ده چې تاسې په ناروغۍ اخته کوي خو د یوه یا زیات خطر عاملونه لرل په دې مانا نده چې هرو مرو به ناروغه کیږی. د تیو د سرطان ځینې عوامل له شخصي چلند سره تړاو لري لکه سپورت او خواړه نور عوامل یې بچیان زېږول یا نه زېږول او همداسې هغه درمل کارول دي چې هورمون پکې شامل وي.

 

الکول څکل

پرته له کوم شکه الکول څکل د تیو د سرطان عامل ده. که یو کس څومره الکول زیات څکي همدومره یې د تیو د سرطان خطر زیاتیږي. کوم کسان چې د ورځې یو الکول لرونکی څښاک څکي کمه اندازه د تیو د سرطان له خطر سره مخ دي کوم کسان چې په ورځ کې دوه الکول لرونکي څښاکونه څکي ۲۰% د تیو په سرطان د اختو کېدو له خطر سره مخ دي خو که زیات کره الکول څکي نو هر نر او ښځه په هر ډول سرطان د اخته کېدو له خظر سره مخ دي.

 

څوربوالی یا زیات وزن

په ښځو کې زیات وزن د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو وروسته د تیو د سرطان خطر زیاتوي. د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو (menopause) مخکې د ښځو هګۍ زیات ایسټروجین (estrogen) او کمه اندازه د شحم نسجونه تولیدوي – ایسټروجین د سټیرویډ هورمون (steroid hormones) ټول ګروپونه دي کوم چې د ښځې د بدن ځانګړنو ته وده ورکوي او کنټرول کوي یې. دا هورمونونه مصنوعي هم تولیدیږي کوم چې د اومیندوارۍ ضد، د میاشتینۍ ناروغۍ د بې نظمۍ د سمون او یا میاشتینۍ ناروغۍ د بندېدو بې نظمۍ درملنه پرې کیږي. کله چې د ښځو هګۍ د ایسټروجین تولید بس کړي نو د ایسټروجین زیاته برخه یې د شحم نسجونه تولیدوي. که چېرې په دې وخت کې ښځه زیات وزن (د شحم زیات نسجونه ) ولري نو ایسټروجین زیات تولیدیږي او همدا چاره د تیو د سرطان خطر زیاتوي. همداسې کومې ښځې چې زیات وزن لري په خپله وینه کې د انسولین زیاته کچه لري او انسولین هم د تیو د سرطان په شمول د سرطان د زیات ډولونو لامل ګرځي.

 

د زیات وزن او د تیو د سرطان تر منځ اړیکه پیچلې ده خو هغه ښځې چې زیات عمر کې وزن واخلي د هغو په پرتله چې له کم عمر څخه یې زیات وزن لرلی وي د تیو د سرطان له خطر سره زیاتې مخ دي په دې مانا چې زیات عمر کې وزن زیاتېدل د تیو د سرطان خطر زیاتوي. همداسې د تنې پاسه برخه کې زیات وزن لرل د ورنونو د شحم په پرتله زیات خطر لري په دې مانا چې د تنې پاسه برخه کې زیات وزن لرل د تیو د سرطان عامل کیدای شي.

 

فزیکي فعالیت نکول

څومره چې ښځه زیات فزیکي فعالیت کوي همدومره یې د تیو د سرطان خطر کم وي په ځانګړې توګه په هغو ښځو کې چې میاشتینۍ ناروغي یې بنده شوې وي. خودلته سوال داده چې څومره فعالیت باید وکړي؟ که یوه اوونۍ که تر دوه یا درې ساعته پورې فزیکي فعالیت هم وي کافي ده خو تر دې زیات به نور هم ګټور وي. بله پوښتنه داده چې کوم ډول فزیکي فعالیت ؟ هر هغه فزیکي فعالیت چې شحم کموي، د انرجي توازن رامنځته کوي او د هورمون کچه باندې اغیز لري.

 

د اولاد نه زېږول

هغه ښځې چې اولاد نلري او یا هم لمړی اولاد له ۳۰ کلنۍ وروسته وزېږوي تر نورو ښځو د تیو د سرطان له خطر سره زیاتې مخ کیدای شي. کومې ښځې چې زیات ځله اومیندواره شوي او یا هم په ځوان عمر کې مور شوې وي نو د تیو د سرطان خطر یې کم وي. خو د تیو سرطان څو ډوله ده او په هر ډول کې د اومیندوارۍ اغیز توپیر لري د بېلګې په توګه اومیندواري د تیو د سرطان (triple-negative) ډول خطر زیاتوي.

 

تی نه ورکول

ځینو څېړنو دا موندلې چې تی ورکول د تي د سرطان خطر کمه اندازه کموي په ځانګړې توګه که چېرې تی ورکول له یو نیم تر دوه کالو پورې ادامه پیدا کړي. خو په پرمختللو هیوادونو کې لکه متحده ایالتونه مورګانې ډېر کم وخت تر دوه کالو پورې بچیانو ته تی ورکوي. په متحده ایالتونو کې هره ښځه او انجلی په ۸ کې یوه ده چې د تیو د سرطان له خطر سره مخ ده خو په ورته وخت کې په ۷ ښځو کې یوه ده چې د تیو د سرطان خطر سره نده مخ.

 

د اولاد زېږېدو مخنیوی

د اولاد زېږېدو ځینې طریقې هورمون کاروي کوم چې د تیو د سرطان خطر زیاتوي. کومې ښځې چې د خولې له لارې د اومیندوارۍ ضد درمل کاروي د هغو په پرتله چې هېڅکله یې دا ډول درمل نه وي کارولي د تیو سرطان باندې د اخته کېدو خطر زیاتې مخ دي. خو کله چې دا ډول درمل خوړل بس کړي د وخت له تېرېدو سره یې د تیو د سرطان خطر کمیږي. کومو ښځو چې دا ډول درمل لس کاله مخکې کارولي وي د ناروغۍ عامل نه ګرځي.

د تذریق له لارې (Depo-Provera) د پروجیسټېرون یو ډول ده کوم چې د اومیندوارۍ ضد لپاره هر درې میاشتې وروسته تذریق کیږي. یاد درمل هم د تیو د سرطان خطر زیاتوي خو کومو ښځو چې پنځه کاله مخکې کارولي وي اوسمهال کې د تیو د سرطان عامل نه ګڼل کیږي او اغیز یې له منځه تللی وي.

 

د اومیندوارۍ د مخنیوي لپاره د (Birth control implants, intrauterine devices (IUDs), skin patches, vaginal rings) طریقې هم هورمون کاروي او د تیو د سرطان عامل ګڼل کیږي.

 

د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو وروسته په هورمون درملنه

د هور مون درملنه په ایسټروجین چې زیات وخت له پروجسټېرون سره ترکیب کیږي تر سره کیږي تر څو د میاشتینۍ ناروغۍ د بندېدو علایم پرې له منځه یوړل شي او همداسې د اوستیوپوروسیس یا د هډوکو د نري کېدو (osteoporosis) مخنیوی پرې وشي. دا درملنه په مختلفو نومونو یادیږي لکه (post-menopausal hormone therapy PHT, hormone replacement therapy HRT, and menopausal hormone therapy MHT).

 

په هورمون درملنه په دوه ډوله کیږي د هغو ښځو لپاره چې تر اوسه ځلانځ یا رحم لري معمولا ډاکټر دې ډول ښځو ته د ایسټروجین له پروجسټېرون سره ترکیب کوي دې ډول درملنې ته د (combined hormone therapy or HT) نوم اخلي. پروجسټېرون ته ځکه اړتیا ده ځکه چې یوازې ایسټروجین د رحم یا ځلانځ د سرطان خطر زیاتوي.

کومو ښځو چې (hysterectomy) لرلای وي په دې مانا چې رحم یا ځلانځ نلري دې ډول ښځو ته یوازې ایسټروجین ورکول کیږي او دې ډول درملنې ته (estrogen replacement therapy or ERT) نوم اخلي.

 

ترکیب شوې (Combined hormone therapy HT)

د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو وروسته ترکیب شوې د هورمون درملنه د تیو د سرطان خطر زیاتوي. د دې ترڅنګ چې د تیو سرطان پیدا کوي د همدې سرطان له امله د مړه کېدو امکان هم زیاتوي. له دې پرته بل زیان یې داده چې په لمړي پړاو کې یې د سرطان تشخیص نه کیږي او په وروستي پړاو کې د تشخیص وړ وي.

 

Bioidentical hormone therapy

د (bioidentical) کلیمه ډېری وخت د ایسټروجین او پروجسټېرون د تولید هغه ډول لپاره کاریږي چې کیماوي جوړښت یې د انسان په بدن کې له طبیعي جوړښت سره ورته وي. څېړنو موندلې چې د میاشتینۍ ناروغۍ له بندېدو وروسته د دې ډول هورمون کارونه د تیو د سرطان خطر نه پیدا کوي. خو تر اوسه کره مالومات نشته.

 

یوازې د ایسټروجین کارونه د رحم د سرطان لامل کیږي او که چېرې د اوږد مهال لپاره وکارول شي نو د تیو سرطان هم پیدا کولای شي.

 

که چېرې یوه ښځه د درملنې لپاره پورته طریقې کاروي باید خپله ښځه او ډاکټر له پوښتنو او ځوابونو وروسته د روغتیا خطر او ګټې له یو بل سره وتلي او خپله پرېکړه وکړي. له همدې امله په ښځو کې د دوي د روغتیا په اړه پوهاوي اړین دی.

 

کومو ښځو چې د تیانو د ښکلا لپاره جراحي کړي وي د تیو د سرطان د ازموینې لپاره یې ممکن مموګرام ازموینه کافي نه وي او د اضافي ایکسرې سپارښتنه ورته وشي کومه چې د (implant displacement views) په نامه یادیږي.

 

د ناروغۍ د خطر عامل هر هغه څه ده چې تاسې په ناروغۍ اخته کوي خو د یوه یا زیات عامل لرل په دې مانا نده چې هرو مرو به ناروغه کیږی.

 

ښځینه جنسیت لرل

د تیو د سرطان ډولونه تقریبا ټول په ښځو کې وي خو سړیان هم پرې اخته کېدای شي. ښځینه جنسیت لرل د تیو د سرطان یو عامل ده او بدلون یې امکان نلري.

 

زیات عمر لرل

څومره چې د ښځې عمر زیاتیږي همدومره یې د تیانو د سرطان خطر زیاتیږي د تیانو سرطان ډېر له ۵۵ کالو په زیات عمر لرونکو کې تشخیص شوی او په دې عامل کې بدلون امکان نلري.

 

ځینې ارثي جینونه

له ۵ تر ۱۰ % د تیو سرطان په جینونو کې د تغیر له امله پیدا شوی کوم چې له مور او پلار څخه بچیانو ته انتقال شويارثې دي.

 

توکم

سپین پوسته ښځو کې د تور پوسته ښځو په پرتله د تیو سرطان زیات تشخیص شوی خو برعکس بیا هغه ښځې چې له ۴۵ کالو یې عمر کم وي او د تیانو سرطان لري ډېرې سپین پوسته ندي.

 

په تیانو کې د تیانو غلیظ یا ګڼ نسجونه لرل

تیان له درې ډوله نسجونو جوړ شوي : د شحم نسجونه، فایبري نسجونه، د لنفاوي مرغړیو له نسجونو. په مموګرام ازموینه کې هغه ښځه د تیانو غلیظ یا ګڼ نسجونه لرونکې ګڼل کیږي چې فایبري او لنفاوي نسجونه زیات او د شحمو نسجونه یې کم وي. دا ډول ښځې ۲ % زیاتې د نورمال نسجونو لرونکو ښځو په پرتله د تیو د سرطان له خطر سره مخ دي. همداسې په مموګرام کې یې تشخیص هم ګڼ یا غلیظ نسجونه ستونزمن کوي.

 

په کم عمر کې میاشتینۍ ناروغي

کومو انجونو یا ښځو چې د میاشتینۍ ناروغۍ زیاتې مودې تېرې کړې وي یا هم په بله مانا له ۱۲ کلنۍ مخکې یې میاشتینۍ ناروغي پیل شوې وي دا ډول ښځې هم د تیانو د سرطان له خطر سره مخ وي او ممکن لامل یې ایسټروجین او پروجسټېرون هورمونونه وي. همداسې هغه ښځې چې له ۵۵ کلنۍ وروسته هم میاشتینۍ ناروغي لري د تیو د سرطان له خطر سره مخ کیدای شي.

  

خواړه او ویټامینونه

دا روښانه ده چې که ښځې فزیکي فعالیت ونلري او زیات وزن ولري نو د تیو په سرطان یې د اخته کیدو امکان زیات وي. څوربوالی هم له خوړو پیدا کیږي خو تر اوسه کومې څېړنې د تیو د سرطان او خوړو تر منځ اړیکه نده موندلې. ځینې فکر کوي چې ممکن د خوړو او د تیانو د سرطان ترمنځ اړیکه وي خو څېړنکو د څېړنې پر وخت کومه اړیکه نده موندلې. په ورته وخت کې څېړنو موندلې چې په کومو هیوادونو کې د شحم (polyunsaturated fat, and low in saturated fat) ډولونه په ښځو کې کم وي نو په دې هیوادونو کې د تیو په سرطان د اخته ښځو شمېر هم کم وي.

 

په چاپېریال کې کیمیاوي توکي

د چاپېریال اغیز باندې تر اوسه پراخې څېړنې روانې دي تر څو ساینس پوهان په دې وپوهیږي چې په چاپېریال کې د کیمیاوي توکو شتون د تیانو د سرطان عامل ده او که نه

 

په دې څېړنو کې هغه ترکیبونه مطالعه کیږي چې ځانګړنې یې د ایسټروجین هورمون په څېر وي. په دې توکو کې پلاستیک، د ښکلا تولیدات لکه د ښځو د ارایش توکي، د خیال ساتنې تولیدات لکه کریمونه او داسې نور، افت وژونکي لکه د حشرو ضد درمل او داسې نور. یاد شوي ټول تولیدات د ایسټروجین په څېر ځانګړنې لري. ځینې ګمان کوي چې د تیو د سرطان عامل دي خو کومې څېړنې د دواړو ترمنځ اړیکه نده روښانه کړې.

 

سیګرټ څکول

تر ډېره وخته د سیګرټ څکولو او د تیانو د سرطان اړیکه کومې څېړنې نه وه یاده کړې خو په دې وروستیو کې یوې څېړنې موندلې چې د اوږد مهال لپاره زیات تباکو څکول د تیو د سرطان امکان زیاتولای شي. په شخوند وهونکو ژو کې دا څېړنه شوې چې که چېرې یو کس سیګرټ وڅکوي او د سیګرټ لوګی شخوند وهونکي تنفس کړي نو د تیو په سرطان اخته کیږي خو تر اوسه د انسانانو په اړه کومې څېړنې راپور ندی خپور کړی.

 تر اوسه داسې باوري لارې چارې نشته چې د تیو د سرطان مخنیوی پرې وشي خو داسې لارې چارې شته چې په ترسره کولو یې د تیانو د سرطان خطر کمېدای شي. د تیانو د سرطان زیات عوامل داسې دي چې بدلون یې ناممکن دی لکه ښځینه جنسیت لرل او یا د عمر زیاتیدل خو داسې عوامل یې هم شته چې نه کول یې د تیانو د سرطان خطر کموي.

 

د ټولو ښځو لپاره

وزن مو کم کړئ او د سالم وزن ساتنې ته ادامه ورکړئ. ډېرو مطالعو ښودلې چې له منځنۍ کچې تر زیات فزیکي فعالت پورې د تیانو د سرطان خطر کموي. د امریکا د سرطان ټولنه د زیات عمر ښځو او انجونو ته په اوونۍ کې د ۱۵۰ دقیقو او کم عمره انجونو ته په یوه اوونۍ کې د ۷۵ دقیقو سپورت سپارښتنه کوي.

 

سپورت څه دی؟

سپورت هر هغه څه دی چې تاسې ستړې کوي او د ستړیا له امله تېزه ساه اخلی او د زړه ضربان مو زیاتوي، بدن مو خوله وکړي، عضلات مو نرم کړي او د کش کېدو وړتیا پکې پیدا شي. کومې ښځې چې کور کې بوختې دي په یوټیوب کې د ښځو لپاره په کور کې د سپورت ویډیوګانې موندلای او تمرین کولای شي.

 

هغه ښځې چې په غربي هیوادونو کې ژوند کوي باید له هر هغه څښاک ډډه وکړي چې الکول لري ځکه چې د الکولو ډېره کمه اندازه هم د تیانو د سرطان خطر زیاتوي.

 

د خوړو او ویټامین د تیانو له سرطان سره کومه اړیکه شته ؟

تر اوسه یې کومه ممکنه اړیکه نده روښانه شوې خو مطالعې ډېرې پرې شوي او ادامه لري. ځینو مطالعو دا موندلې چې د سبزۍ ډېر ډولونه خوړل، هر ډول میوه خوړل، کب او د کورنیو مرغانو پخلی د تیانو د سرطان خطر کموي. که چېرې د غوییزو غوښه خوری نو د هغو ژو د غوښې سپارښتنه کوي چې کمه وازده یا شحم لري. دې مطالعې دا نده روښانه کړې چې کومه ځانګړې سبزي یا میوه د تیانو د سرطان خطر کمولای شي. څېړنو دا موندلې چې زیات وزن لرونکې ښځې ډېرې د سرطان له خطر سره مخ وي. تر اوسه هېڅ کومې څېړنې دا نده موندلې چې د کوم ځانګړي ویټامین خوړل د تیانو د سرطان خطر کموي.

 

کومې مورګانې چې خپلو بچیانو ته تر اوږدې مودې تی ورکوي هم د تیانو د سرطان خطر کموي. د دې تر څنګ د کومو ښځو چې میاشتینۍ ناروغي بنده شي او هورمون لرونکي درمل کاروي هم د تیانو د سرطان خطر زیاتوي تاسې کولای شی له ډاکټر څخه د داسې درملو غوښتنه وکړی چې هورمون پکې نه وي کارېدلی. کومې ښځې چې د اومیندوارۍ د مخنیوي لپاره هورمون لرونکي درمل کاروي هم د تیانو د سرطان لامل ګرځي.

 

کومې ښځې د سرطان له لوړ خطر سره مخ دي؟

که مو په کورنۍ کې د تغیر موندلي جین له امله څو کسان سرطان لري او یا هم د سرطان مختلف ډولونه لري د بېلګې په توګه د (BRCA1 or BRCA2 gene) جینونه. د مخنیوي لپاره یې تاسې کولای شی له یوه تجربه کار ډاکټر سره ووینی چې تاسې ته یې د مخنیوي درمل مناسب ګڼي او که نه.

 

ټاموکسیفېن او رالوکسیفېن (tamoxifen and raloxifene) په څېر درمل په تیانو کې د ایسټروجین د فعالیت مخنیوی کولای شي. که چېرې د ښځې میاشتینۍ ناروغي بنده شوې وي نو یوازې رالوکسیفېن ورته نسخه کیږي خو که چېرې میاشتینۍ ناروغي یې نه وي بنده شوې نو د ټاموکسیفېن سپارښتنه ورته کیږي. د کومو چې میاشتینۍ ناروغي بندشوې وي د دوي لپاره (aromatase inhibitors) درمل هم یو اپشن یا غوراوی دی. دا ټول درمل هم بد اغیز لرلای شي او له کارولو مخکې یې باید له ډاکټر سره د ګټې او تاوان په اړه خبرې وکړئ.

 

د عملیات له لارې د تیانو د سرطان مخنیوی

د ډېر کم شمېر ښځو لپاره چې د تیانو د سرطان له ډېر لوړ خطر سره مخ وي ممکن لمړی یې د تیانو پرې کولو لپاره ډاکټران پرېکړه وکړي بل اپشن یا غوراوی له ښځې هګۍ وېستل دي ځکه چې هګۍ په بدن کې د ایسټروجین هورمون سرچینه ده. عملیات کولای شي د تیانو د سرطان خطر کم کړي خو په بشپړ توګه یې مخنیوی نشي کولای همداسې بد اغیز هم لرلای شي.

د شپې لخوا کار کول یا هم د افغانانو په اصطلاح نوکري کیدل یا لرل

یوې څېړنې دا وړاندیز کړی چې کومې ښځې لکه نرسانې چې د شپې لخوا نوکري لري تر نورو د تیو د سرطان په اخته کېدو یې امکان زیات وي. یاد وړاندیز یوې نوې څېړنې کړی او نورو د څېړونکو ډلو پرې کار پیل کړی خو تر اوسه کومې مطالعې نه رد کړی او نه یې تصدیق کړی.

هغه ښځې چې تیان یې وړانګو ته زیات څرګند شوي وي او په وړانګو یې د کوم بل سرطان درملنه کړې وي لکه د (Hodgkin disease or non-Hodgkin lymphoma) درملنه.

 

د تیانو د سرطان ازموینه اړینه ده تر څو په لمړي پړاو کې تشخیص او بریالۍ درملنه یې وشي.