د کرونا ویروس د ۳۶ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۳۶ تازه پیښو ثبتیدل


  • 1 کال دمخه (23/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 328

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ددغه ویروس ۳۶ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یاد ویروس څخه ۳۱ تنه بیرته روغ شوي هم دي.

د مسوولینو په وینا د تازه شمیرو له ثبت سره په هیواد کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمیر ۵۴ زره او ۵۵۹ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۳۷۸ تنه مړه شوي او ۴۶ زره او ۹۴۳ نور بیرته رغیدلي دي.