روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 3 مياشتي دمخه (04/04/2021)
  • خالد سهار
  • 278

سمسور (شنبه - وری - ۱۵) عامې روغتیا وزارت وایي، چې د هېواد په کچه په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۴۱ مثبتې پېښې ثبت شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په همدې موده کې له دې ویروس څخه ۱۱ اخته کسانو خپل ژوند د لاسه ورکړی. 

سرچینه وایي، چې یادې پېښې د هېواد په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، بغلان، کندز او غزني ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د سرچینې په حواله، چې له دې سره په هېواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۶ زره او ۷۱۷ تنو ته رسېږي چې له ډلې یې ۲ زره ۴۱۸ یې فعالې دي.