سرور دانش: هغه نظام، چې طالبان یې د جوړېدو هڅه کوي اسلامي نه دی.

سرور دانش: هغه نظام، چې طالبان یې د جوړېدو هڅه کوي اسلامي نه دی.


  • 1 مياشت دمخه (03/05/2021)
  • خالد سهار
  • 63

سمسور (دوشنبه د غویي ۱۳) د ولسمشر غني دویم مرستیال، سرور دانش د بیان ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال ویلي، هغه نظام چې طالبان یې د جوړېدو هڅه کوي، اسلامي نه دی او د افغانانو ستونزې نه شي حل کولای.

هغه وايي، افغان ځواکونه تر بل هر وخت د خپل هېواد او خلکو څخه ساتنې ته بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي همدا راز ویلي، د سولې په خبرو کې به پر رسنیو او خبریالانو هېڅ راز معامله ونه شي.

دانش همداشان نیوکه وکړه چې په یو شمېر رسنیو کې د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع ډېره لویه بحث کېږي، خو د امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا او نقش کم رنګه ښودل کېږي.

د ولسمشر دویم مرستیال، سرور دانش داسې مهال د طالبانو نظام بې بنسټه بولي، چې دمخه یې د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله له اسوشېټیډ پرېس خبري اژانس سره مرکه کې یو وار بیا په طالبانو غږ کړی، چې دوی باید خپلې غوښتنې د سولې د خبرو پر مېز مطرح کړي او په خبره یې افغان حکومت یې په هکله بحث کولو ته چمتو دی.