د کرونا ویروس د ۱۶ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۶ تازه پیښو ثبتیدل


  • 6 مياشتي دمخه (25/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 467

 

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس ۱۶ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې د کرونا ویروس له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۱۹۵ نور بیرته ترې رغیدلي دي.

د مسوولینو په وینا هیواد کې له تازه پيښو سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۶۹۶ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۴۲ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۹ زره او ۲۸۱ تنه بیرته ترې رغیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د عامې روغتیا وزارت له خوا د هند له خوا د مرسته شوي کرونا ضد واکیسن د پلي کیدو لړۍ پیل شوې او ددې بهیر لومړي پړاو کې روغتیایي کارکوونکي، امنیتي ځواکونه او خبریالان شامل دي.