کوېټه کې څلور پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

کوېټه کې څلور پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 5 مياشتي دمخه (15/06/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 241

د پاکستان پوځ په یوې خپره کړې خبر پاڼې کې ویلي چې د کوېټې په مارګټ سیمه کې چاودنه شوې او د پوځ څلور عسکر په کې وژل شوي دي. یاده چاودنه په داسې مهال رامنځته شوې، چې د پوځ موټر په ګزمه له یادې سیمې تېریده. خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې د پېښې د عاملینو هڅې روانې دي؛ خو تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي.

د یادې چاودنې مسوولیت تر اوسه چا نه دی منلی؛ خو له دې وړاندې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو په غاړه اخیستی دی.