د کرونا ویروس د ۳۸ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۳۸ تازه پیښو ثبتیدل


  • 4 مياشتي دمخه (31/01/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 212

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۸ نور تازه پر یادې ناروغۍ اخته شوي.

د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو په وینا په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه ۷۰ تنه رغیدلي هم دي.

د مسوولینو په وینا له تازه ثبت شویو شمیرو سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۵ زره او ۵۹ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۴۰۴ تنه مړه شوي او ۴۹ زره او ۹۷۹ نور بیرته رغیدلي دي.