د کرونا ویروس د ۵۷ تازه پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۵۷ تازه پیښو ثبتیدل


  • 8 مياشتي دمخه (14/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 227

د عامې ورغتیا وزارت وایي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په بیلابیلو ولایتونو کې ۱۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او همدې موده کې بیا د یاد ویروس ۵۷ تازه پیښې ثبت شوي او دغه راز ۲۹۵ تنه بیرته ترې رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس تازه پیښې په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، پکتیا، بغلان، کندز، پروان، بدخشان، میدان وردګ، لوګر، لغمان، خوست، ارزګان او فاریاب ولایتونو کې ثبت شوي.

د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس له تازه ثبت شویو شمیرو سره په یاده ناروغۍ د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۸۳۱ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره او ۳۲۴ تنه مړه شوي او ۴۵ زره او ۱۰۵ نور بیرته ترې رغیدلي دی.