د کرونا ویروس د ۴۸ تازه پيښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۴۸ تازه پيښو ثبتیدل


  • 1 کال دمخه (28/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 482

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي په هیواد کې د کرونا ویروس له امله یو تن مړه شوی او ددغه ویروس ۴۸ تازه پیښې ثبت شوي.

د عامې روعتیا وزارت د مسوولینو په وینا همدې موده کې بیا ۴۸ نور کسان له کرونا ویروس څخه بیرته رغیدلي دي.

د تازه شمیرو له ثبت سره په هیواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۴ زره او ۹۳۹ تنو ته ورسید چې له دې ډلې دوه زره ۳۹۹ تنه مړه شوي او ۴۷ زره او ۵۸۳ نور بیرته ترې رغیدلي دي.