له دې وروسته ۳۹ عدد پلیټ نه ویشل کیږي

له دې وروسته ۳۹ عدد پلیټ نه ویشل کیږي


  • 6 مياشتي دمخه (14/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 180

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ترافیکو ریاست ته لارښونه کړې چې له دې وروسته دې د ۳۹ عدد پلیټونه موټرو ته نه ورکوي.

صالح پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د موټرو خاوندان له ۳۹ عدد څخه د تیریدو لپاره د ۳۰۰ ډالرو بډو ورکولو ته مجبوریږي او له همدې امله باید دغه عدد پلیټونه نور موټرو ته ورنکړل شي.

نوموړي دغه راز ویلي چې ډیر ژر به دغه موضوع ولسمشرۍ ماڼۍ ته هم وړاندیز کړي او له شنبې وروسته نه باید د ۳۹ عدد پلیټ له امله څوک بډو ورکولو ته مجبور نه شي.

له دې سره هغه د ترافیکو ریاست ته لارښونه کړې چې دغه موضوع جدي وګڼي او عملي اقدامات وکړي.