ولسمشر ما وژلى!


  • 9 مياشتي دمخه (21/09/2020)
  • ن/الهام
  • 296

اوس هغه خلک هم نوښت غواړي چې نوښت هيڅ نه پېژني!
د نوښت غوښتلو تصور دا ګټه لرلې ده چې اوس د هر کتاب په چاپ کې له يو څۀ دقت نه کار اخستل کيږي، ولسمشر ما وژلى ناول هم په داسې يو ځانګړي انداز ليکل شوى ناول دى چې يو په زړه پورى نوښت ورته ويلى شو؛ دا ناول د يو افغان ځلمي کيسه په ډېره ښه ژبه بيانوي، چې د هېواد کړکېچنو سياسي حالاتو له بزګرۍ نه ترهګرۍ ته رسولى او ولسمشر يې وژلى دى، دا مهال هر افغان ځلمى په ځانګړي ډول پښتانه ځلميان په القاعده، طالب او نورو نومونو ځورول کيږي او په قصدي توګه دې ته مجبوريږي چې غرونو ته وخيږي.
يا هم زمونږ ځوانان په نورو شکلونو د هېواد د کړکېچنو سياسي حالاتو قرباني کيږي.
دغې حالاتو د افغان ځلميانو په هرڅه د تاثير تر څنګ په روحياتو او عقايدو هم ژور تاثير لرلى دى؛ د يو افغان ځلمي د ژوند له کيسې دا سياسي ناول ډېر ښه غږېدلى دى.
ناول ليکل پراخې مشاهدې ته اړتيا لري، چې د پاخه عمر ليکوالان د ناول ليکلو لپاره کافي مواد لري، خو ځوانان بيا په دې برخه کې ډېرې هڅې او خوارۍ ته اړتيا لري؛ ارش ننګيال هم خواري کړې ده او دغه ناول يې د پاى تر پولې په ډېر مهارت رسولى دى، دا ناول به د ارش ننګيال لومړى ناول وي، خو تاسې داسې فکر ونه کړئ چې ګوندې دې ليکوال هيڅ کيسه نه ده ليکلې او د کيسې ليکلو په مهارتو نو نه پوهيږي، خو د ناول ليکلو لپاره بيا يواځې د کيسه ليکنې مهارت کافي نه دى، بلکه د زړه په وينو بايد وليکل شي او زمونږ دې ځوان ليکوال لکه څنګه چې مې مخکې وويل ډېره خواري کړې او دغه کار يې ډېر په مهارت تر سره کړى دى .
دا ناول ما لوستلى دى، ما ترې ډېر خوند اخيستى دى خو کېداى شي چې يوڅوک د ناول د موضوع سره بيخي حساست ولري او خوښ يې نه شي، کېداى شي يو څوک د پوليسي، سياسي او جاسوسي ناولونو او کيسو پر ځاى رومانټک ناولونه خوښ کړي او همدا خبره برعکس هم کېداى شي  .
بهر حال څه موده مخکې د امريکا يو تلويزيون په خپله يوه ډرامه کې د امريکا د پخواني ولسمشر جارج بوش په سټيج د وژلو صحنه ښودلې، چې بيا مونږ دغه صحنه د بوټونو په شکل کې وليد، چې په عراق کې يو ځوان ژرناست پرې وورول .
دغه ډول فلمونو ا وډرامو ته لا مونږ ډېر مزل په لاره لرو، چې دا کتاب ماته بيا د داسې نوښتونو يو زېرى ښکاري، داچې په دې ناول کې څنګه ولسمشر وژل کيږي؟ په ناول کې يې ولولئ .
دا ناول لا چاپ شوى نه دى خو د چاپ په درشل کې دى. خداى دې وکړي چې له چاپ نه وروسته ستاسو لاسونه ښکل کړي او ستاسو د ناول لوستلو تنده ماته کړي.