د کرونا ویروس د ۱۰۶ پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۰۶ پیښو ثبتیدل


  • 5 ورځي دمخه (12/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 20

د عامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۴۷۲ نور بیرته ترې رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین دغه راز وایي چې یاده موده کې د کرونا ویروس ۱۰۶ تازه پیښې ثبت شوي چې له دې سره پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمیر ۵۳ زره او ۶۹۰ تنو ته ورسیدل چې له دې ډلې دوه زره او ۳۰۸ تنه مړه شوي او ۴۴ زره او ۶۰۸ تنه نور بیرته رغیدلي دي.

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي چې په وروستیو اونیو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې کچه کمه شوې.