افغان حکومت د اقتصادي عالي شورا طرزالعمل تصویب کړ

افغان حکومت د اقتصادي عالي شورا طرزالعمل تصویب کړ


  • 4 مياشتي دمخه (24/07/2021)
  • سمسور نیوز
  • 284

د ولسمشر غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه کې، د اقتصادي عالي شورا طرزالعمل چې په څلورو څپرکو او ۲۹ مادو کې د وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ د انسجام او همغږۍ رامنځته کولو په موخه ترتیب شوی، یاد طرزالعمل د غونډې تر نظریاتو وروسته تصویب شو. 

د ارګ مطبوعاتي دفتر د مالوماتو له‌مخې، ‏اقتصادي عالي شورا د ملکي هوایي چلند ادارې ته دنده وسپارله چې له اړوندو ادارو سره په همکارۍ د ننګرهار ولایت بین المللي هوایي ډګر تر بشپړېدو پورې د جلال اباد د اوسني هوایي ډګر اړتیاوې معیاري جوړولو ته په پام پوره کړي. 

سرچینه کې همداراز راغلي، چې ‏اقتصادي عالي شورا د پانګونې اسانتیا واحد او د کورنیو تولیداتو د صادراتو په چارو کې د جمهوري ریاست عالي مقام مشاوریت ته دنده وسپارله، ترڅو ملکي هوایي چلند ادارې سره په همکارۍ د هوایي ډګرونو پر تاسیساتو د پانګونې لپاره خصوصي سکتور وهڅوي.