د کرونا ویروس د ۱۲۰ پیښو ثبتیدل

د کرونا ویروس د ۱۲۰ پیښو ثبتیدل


  • 10 مياشتي دمخه (07/01/2021)
  • محمد نسیم ستانکزی
  • 346

د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنه مړه شوي او ۱۲۰ تنه تازه پرې اخته شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې د کرونا ویروس له تازه ثبت شویو پیښو سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمیر ۵۳ زره او ۳۲۷ تنو ته ورسید چې له دې ډلې ۴۳ زره او ۲۹۱ بیرته رغیدلي او دوه زره او ۲۶۰ نور ترې مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت په هیواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې په اړه اندیښنه څرګنده کړه او وویل چې ګاونډیو هیوادونو کې ددغه ویروس ثبتیدو ته په پام ښايي په افغانستان کې هم خپور شي.

مسوولینو ددغه ویروس د خپریدو چټکتیا لومړي هغه ته په ځلونو زیات وباله او له هیوادوالو یې غوښتنه وکړه چې روغتیایي سپارښتنې په پام کې ونیسي.