ننګرهار کې دوه ورځنۍ کرنیز نندارتون پای ته ورسېد.

ننګرهار کې دوه ورځنۍ کرنیز نندارتون پای ته ورسېد.


  • 1 کال دمخه (27/01/2021)
  • خالد سهار
  • 471

د کرنې وزارت وایي، چې د ننګرهار په دوه ورځني کرنیز نندراتون کې د سودا ګرو، پانګوالو او بزګرانو ترمنځ ۳۵ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

 

دغه نندارتون کې په ۱۷۳ غرفو کې کرنيز توکي لکه سابه، وچې او تازه مېوې، شات، زراعتي او تیلي نباتات، کرنيزه توکي او درمل، تصدیقي نیالګي، د نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات او نور ګڼ شمېر توکي نندارې ته اېښودل شوي وه.

 

د کرنې وزارت د یاد ننداتون موخه د کورنيو تولیداتو ته په کور دننه کې بازارموندنه او هېوادوالو ته د اصلي باکيفيته توليداتو پېژندل یادوي.