ای زما تاريخي هلمنده!

ای زما تاريخي هلمنده!


  • 11 مياشتي دمخه (19/10/2020)
  • محمد صدیق ننګ
  • 392

دهلمند جګړه د پردیو جګړه ده اوقربانيان يې افغانان دي،دامريکا له ارادې پرته پنجاب دا جرئت نشي کولای چې په دومره ستره جګړه لاس پورې کړي.

موږ به ټول بشريت،دملګروملتونو په نړيوال سازمان،په ټوله اسلامي نړۍ،په په سره صليب اودبشر د حقوقو په نړيوال سازمان غږ کوو چې زموږ بې وزلي هلمنديان ورونه،ميندې،خويندې،سپين ږيري او بې ګناه ماشومان وژغورئ،

ايا دوئ بشر نه دي؟او او د ژوند حق نه لري؟

هلمنديان ډېرو بېړنيو مرستو ته ضرورت لري،ستاسې تغافل هره ګړۍ کولای شي چې د تلفاتو شمېر په سلګونو زيات کړي،دا زرګونه بې ځایه شوي درنې کورنۍ دمرګ او ژوند په پوله دبې شمېره ستونزو سره مخامخ دي او کرغېړنه پردئ جګړه يې دلوی خدای ج دشنه اسمان لاندې تش په نامه ژوند ته هم نه پرېږدي.

زموږ ولسمشر او دولتي لوړپوړي اراکين کاڼه،ړانده او د مرګ په خوب ويده دي که دوئ ته د افغانانو وینو اهميت لرلی نو نن به يې ددې سترې غمیزې انګولا په ټوله نړۍ خوره کړې وای او ټوله نړۍ واله مېډيابه يې لړزولې وای او ويده وجدانونه به يې را ويښ کړي وای خو دوئ ته اهميت نه لري.

ولسمشره !نور چيغې مه وهه،ستا غږ نور دزخمي ولس په ټپونو بد لګېږي او په ناسور يې بدلوي.

درنو هلمندیانو ورونو په غم او درد کې موشريک یم،لوزونه نه راځي چې خپل ټول درد پرې اظهار کړم.

ټولو شهيدانو ته فردوس جنت او ټپيانو ته عاجله شفا،اوغم زپلو کورنیو ته يې دصبرجميل او آجر عظيم استدعا کوم.

او ای دولتي لوړپوړو بې مسووليته،بې کفايته،بې ضميره او بې وجدانه چورواکو!ژمی تېرېږي خو ستاسې مخونه تر ابده تور پاتې کېږي.

ژوندي دې وي زموږ اتل سرتېري او افسران

مړه دې وي دوطن داخلي او خارجي دښمنان.