د پښتو یو کتاب په «۵۰۰ ډالرو» پېرودل او پلورل شوی

د پښتو یو کتاب په «۵۰۰ ډالرو» پېرودل او پلورل شوی


  • 8 مياشتي دمخه (19/10/2020)
  • جعفر هاند
  • 296

باور مو کیږي چې د پښتو یو کتاب دې په «۵۰۰ ډالرو» پېرودل او پلورل شوی وي؟ هو دا رښتیا دي. تېره شپه (اکتوبر۱۶) «درې پېړۍ: په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ» کتاب مخکنته کې اوه ټوکه کتابونه خرڅ شول او ۱۵۵۰ ډالر شول. ما په کرکټ کې د لوبغاړو بولي لیدلې وه،‌ خو هېڅ‌ تصور مې نه کاوه چې افغانان او پښتانه به په کتاب باندې هم بولي او اوکشن کوي. دا ښایي د پښتو کتابونو په تاریخ کې لومړی ځل وي چې یو ټوک کتاب په ۵۰۰ ډالرو اخیستل کیږي! الحمد الله.
له ټولو کتاب پېردونکو مننه چې له پښتو، کتاب، افغانستان او د افغانستان له کرکټ سره مینه لري. کیسه داسې وه چې ما ته له کابله نهه ټوکه کتابونه راغلل او اوه ټوکه مې زموږ د خپلو ملګرو « افغان بنسټ-امریکا» ته ډالۍ کړل چې یوه مناسبه بیه پرې کیږدي ګوندې د کتاب مخکتنې ته راغلي‌ میلمانه یې وپېري. د بنسټ یو ملګري شرافت صیب راته وویل: « تاسو دا کتاب بنسټ ته ډالۍ کړ، نور نو ستاسو کار خلاص شو،» او زه باور لرم چې افغانان او پښتانه به دا کتاب په ګران قیمت اخلي. غونډه پیل شوه او د غونډې په منځ کې مطیع الله عابد صیب چې د غونډې چلوونکی او انانسر و، ناببره غږ کړ چې موږ یو ابتګار کوو، « غواړو چې د کرکټ تاریخ کتاب بولي ته وړاندې کړو، د کتاب قیمت به له ۱۰۰ ډالرو پیلیږي او همدغسې به مخکې ځي. هر چا چې کتاب واخیست، لیکوال جعفر هاند به یې ورته امضا او ډالۍ کوي او دا پېسې به بېرته دا بنسټ ته ورکول کیږي چې آینده کې پرې همداسې نورې علمي غونډې وکړو او د افغانانو د خیر ښېګڼو په کارونو یې ولګوو. کتابونه کم دي او بسم الله یې کړئ...» عابد صیب اول کس و چې د سټیچ له سر نه یې غږ کړ چې دا کتاب زه په ۱۰۰ ډالرو اخلم. څوک شته چې په ۱۲۰ یې واخلي؟ بس بولي او اوکشن شروع شو او په څو دقیقو کې دا اوه ټوکه خرڅ شول چې لوړ قیمت یې ۵۰۰ او کم قیمت یې ۱۰۰ ډالر و. زه د سټیچ تر څنګ ناست وم، له کتاب، پښتو، خپلې ژبې او خپل کرکټ سره د افغانانو دې خلوص او مینې هک حیران کړم. ما په ژوند کې هم دا فکر نه کاوه چې افغانان به په پښتو کتاب/کتابونو باندې دومره ډېرې پېسې ورکړې؟ په نورو ژبو کې شاید داسې کارونه عادي او ډېر شوي وي، خو شکر دی چې ما په خپل ژوند کې افغانان او پښتانه ولیدل چې له کتاب او پښتو سره دومره مینه او خلوص لري او ارزښت ورکوي. زما یادیږي څو کاله مخکې ما یو پښتو کتاب چاپوه، چاپ والا راته وویل: «په کتاب باندې مصرف راځي او که امکان وي چې تاسو یې لږ لګښت په خپله غاړه واخلئ چې هم موږ سره مرسته وشي او هم کتاب خلکو ته ورسیږي، پښتانه په کتابونو ډېرې پېسې نه ورکوي.» په دې هیله چې داسې وخت راشي چې زموږ په غونډو او د کتابونو په مخکتنو کې یو پښتو کتاب په ۱۰۰زره ډالر وپلورل شي. لیکوال او کتاب چاپوونکي نور هېڅ هم نلري، همدغه لوستونکي یې ټوله سرمایه وي. کتاب د «انسان او بني ادم ترمنځ یو کلکه رشته» ده، که کتاب نه وای، انسانیت به ناتکمیل وای. له هغو ټولو مننه چې کتاب لیکي، کتاب ژباړي، کتاب چاپوي، کتاب لولي، کتاب رسوي، کتاب خپروي، له کتاب سره مینه کوي او په کتاب باندې پېسې ورکوي او کتاب ته ارزښت ورکوي. ستاسو دغې مینې ماته د ډېرو نورو لیکونو انرژي او حوصله راوبخښله. رب مو ښاد او ودان لره.