په هېواد کې سوله د وخت مهمه اړتیا


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • مشفق
  • 355

 تل ویل شوي چې سوله د افغانستان ستره اړتیا ده چې دا بشپړ حقیقت هم لري او باید پوره پوره پاملرنه ورته وشي. 

سره له دې چې د دې بهیر مخالفان هم د افغانستان په دننه او هم بهر کې شته او ان چې یو شمېر لا په خوله سوله سوله وایي، خو په عمل کې یې مخالف دي او دغه مخالفتونه هم بېلابېل عوامل لري.
له سولې سره مخالفت یو عامل هم د ځینو کړیو ګټې دي چې یوازې یې په افغانستان کې د جګړې له لارې تامینېږي ، همدغه کسان د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي او په عمل کې نه غواړي چې څه وشي.
دا یو مسلم حقیقت دی چې سوله په تېره بیا د مظلومو او مجبورو افغانانو تر ټولو مهمه غوښتنه ده.
هو! د هغو افغانانو چې په جګړه کې یې کور ورانېږي ، کلی یې ورانېږي، هېواد یې ورانېږي، هېوادوال یې له منځه ځي او د ګڼو نورو بدمرغیو ترڅنګ اقتصادي تاوان هم ور رسېږي.
بنا پردې سوله همدغه کس غواړي او هغه څوک یې نه غواړي چې جګړه یې ګټې تامینوي، نور یې د ده څه؟ که پر موږ هر څه راځي خو چې د ده ګټې خوندي وي . 
خو څه ډول سوله او څه ډول تګلاره؟ هغه سوله چې په ملي ګټو ولاړه وي، په سوله کې زموږ ملي یووالی باید تامین وي او سوله مو داوس او راتلونکي بري،سوکالي او د خلکو دغوښتنو تضمین وکولای شي.
له نېکه‌مرغه په دې وروستیو ورځو کې بیا داسې هڅې پیل شوې چې کولای شو تر یو بریده ورته هیله‌من واوسو، په ترکمنستان او لندن کې د پاکستان له صدراعظم ښاغلي نواز شریف سره د افغانستان د جمهور رییس لیدنه، افغانستان ته د پاکستان د پوځي مشر راحیل شریف راتګ، مخکې تر دې د نوموړي تګ امریکا ته چې ویل کېدل مهم ټکی یې په افغانستان کې دسولې مسأله ده او د افغان او پاکستاني چارواکيو ګڼې څرګندونې چې په دې اړوند شوي دا ښيي چې بهرنی او سیمه‌ییز ماحول په افغانستان کې د سولې د خبرو لپاره چمتو شوی او که چېرې صداقت پکې موجود وي؛ نو د بریالیتوب چانس یې هم ډېر دی.
دغه راز افغان جمهور رییس ښاغلي غني هم په خپل وروستي مطبوعاتي کنفرانس کې څرګنده کړې چې افغان دولت د سولې دخبرو لپاره چمتوالی لري، نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي: «دافغانستان د سولې په اړوند غونډه به د روان ميلادي کال د جنورۍ پر یوولسمه نېټه په اسلام‌اباد کې جوړه شي، دویمه غونډه به بیا په کابل کې جوړه شي. د دې غونډې غړي هیوادونه به ، افغانستان، پاکستان، چین او امریکا وي او هدف دا دی چې ژر تر ژره د لارې یوه نقشه د پایدارې سولې لپاره برابره کړو. اما د دې لپاره چې پایدارې سولې ته ورسېږو، اول ضرورت دا دی چې د جګړې د ابعادو په هکله وضاحت ترلاسه شي.»
دغه ټول دا جوتوي چې یوځل بیا دا دی ښکېل لوري، نړیوال او سیمه‌ییز هیوادونه دې ته چمتو دي چې د افغانستان د سولې د بهیر په اړوند یو څه را منځ ته شي.
له بل لوري د وخت غوښتنه هم همدا ده، پاکستان اوس دومره په کورنیو امنیتي او اقتصادي ستونزو کې را ګیر دی چې په افغانستان کې سوله‌ییزه فضا به یې تر بېخي په ګټه وي، له بلې خوا امریکا چې دا یوه‌نیمه لسیزه په سیمه کې په ټول ځواک سره بوخته ده، نور داسې ګومان کېږي چې دافغانستان کراري یې په ګټه وي او له دې لارې کولای شي خپل اوږد‌مهاله پلانونه هم عملي کړي.
چین، روسیه او ایران هم نه غواړي چې د افغانستان د جګړو دوام د دوی دهېوادونو امنیت تر لا ډېر ګواښ لاندې ونیسي؛ نو که يې د افغانستان د سولې له خبرو سره له زړه مرسته هم نه ده کړې، خو هسې مخالفت یې هم نه دی څرګند کړی چې اغېزې یې د دې بهیر لپاره کوم زیان پېښ کړی، ځکه خو په خبرو اترو کې د چین او امریکا ګډون او ان د ایران غوښتنه چې د نوموړي هېواد جنرال قنسل په هرات کې وکړه، دا په نخښه کوي چې هغوی هم له دغه بهیر سره کوم مخالفت نه لري او ان چې ملاتړ يې هم کوي.
پاتې شو یوازې په یو شمېر کورنیو حلقو کې په دې اړوند مخالفت او هم د پردې تر شا د یو شمېر هیوادونو او سیاسي حلقو غوښتنې چې د افغان ولس له ټینګې ارادې سره به یې ان شاءالله دغه مخالفتونه هم کومه اغېزه و نه لري.
له بلې خوا په کور دننه د سولې او په دې اړوند دخبرو اترو لپاره باید چې په هر ډګر کې کار وشي او په تېره بيا رسنۍ په دې برخه کې خپل ځانګړی رسالت لري چې دسولې د بهیر د ټینګېدو او بشپړېدو لپاره له هيڅ ډول هڅه او هاند و نه سپموي او په هر ډول چې وي، د سولې لپاره ښه پوره تبلیغات وکړي او دغه داعیه توده وساتي.
له بده‌مرغه زموږ یو شمېر رسنۍ دغه ځانګړنې نه لري. د بېلګې په توګه په کابل کې یو شمېر ورځپاڼې، ټلوېزیونونه او راډیو ګانې چې شمېر يې ډېر هم دی، نه یوازې د سولې له بهير او په دې لار کې له پيل شویو هڅو څخه په کلکه ملاتړ نه کوي؛ بلکې په مستقیمه او غیر‌مستقیمه توګه د دغه بهیر پر وړاندې پوښتنې را ولاړوي او د خلکو په اذهانو کې نوموړي بهیر ته ناسم رنګ ورکوي.
د ډېروافغانانو په اند چې اوس زموږ هېواد داسې یوه پړاو ته رسېدلی چې نور باید جګړې او تاوتریخوالی پکې ختم شي، بس دی ډېرې جګړې وشوې او ډېر زیانونه یې له کبله موږ ته واوښتل او ډېر کړاوونه مو وګالل، او س نو د دې وخت دی چې افغانان یو څه په کرار شو، ژوند وکړو.
د سولې افغاني اړخ مخالفانو ته باید وویل شي چې دوی ولې د یو څه ګټې لپاره خپلو ملي ارزښتونو او ګټو ته شا کړې ده؟ دغه ډله خلک ګومان کوي د دوی په ګټو کې هرڅه نغښتي، دا چې څه بلا به پر دې خلکو او اولس راولي دې ته یې پام نه دی؟
یوه ډېره مهمه مسأله چې دغه کسان د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره کار ترې اخلي، هغه قومي اختلاف او ژبنیو تعصبونو ته لمن وهل دي. هغوی ګومان کوي چې له دې لارې د خپل قام خدمت کوي، له دې بې‌خبره دي چې همدغه خبره د دوی د خپل قام لپاره هم ستره بدمرغي زېږوي.
که چېرې د افغانستان د سولې په اړه بدبینه نظرونه هرڅومره زیار وباسي چې په منځ کې خنډ شي او هم د سولې مخالفان ستونزې را منځ ته کړي، سوله هغه په شا نه تلونکی بهیر دی چې افغانانو خپله لاره ورته ټاکلی او نور د دې هېواد خلک کله هم نه غواړي چې تېرو ناخوالو ته بېرته ستانه شي.
د سولې د مخالفانو له دریځه داسې ښکاري چې له مخالفانو سره تر سولې همدا جګړه او په افغانستان کې د بهرنیو د مداخلو شتون ښه دی، هغوی په دغسې دريځ دا هم ثابتوي چې په افغانستان کې د مرګ‌ژوبلې د ملکي خلکو د له منځه تلو او د افغانستان د ورانیو پلویان دي، که داسې نه وای نو کله به هم دوی داسې دریځ نه وای خپل کړی، د دا ډول کړیو څېرې اوس بربنډې شوې، د افغانستان خلک د هغوی پر خبرو باور نه کوي او هم به د هغوی بد نیتونه دافغانستان د سولې د بهیر پر وړاندې لا نورې هم څرګندې شي. په کار نه ده چې دوی خپل دغه کار ته دوام ورکړي.
په هرصورت دافغانستان د سولې بهیر چې ورته کلکه اړتیا لیدل کېږی باید لا پیاوړی شي. د افغانانو ګټه په سوله او کراري کې ده، د افغانانو ګټه د هېواد په بیا جوړولو او ابادي کې ده، د افغانانو ګټه په ملي یووالي او یو بل ته په تېریدنه کې ده، د افغانانو ګټه په لوړ فرهنګ، ښه تعلیم، اتفاق او صداقت کې ده؛ نو راځئ چې دغو هدفونو ته د رسېدو لپاره یو بل ته لاسونه سره ورکړو او هغه توان چې لرو یې په دې برخه کې په کار واچوو. په دې توګه به مو لږ تر لږه په ښو تبلیغاتو د خپل دین او وطن پر وړاندې خپل رسالت د سولې په موندلو او جګړې د ختمېدو په لار کې ترسره کړی وي.
د سولې په لار کې د ولسونو یووالی یو اساسي رکن دی او که چیرې یووالی او تفاهم موجود نه وي بیا د سولې تمه او هیله هسې یو خیال او ارزو ده. یووالی هم بل څوک موږ ته نه شي راوستلای، هغه موږ خپله افغانان راوستلای شو او باید پخپله يې راولو؛ ځکه په یووالي کې زموږ ګټه ده. د نورو ګټه زموږ په بېلتون او بې‌اتفاقۍ کې ده.
راځئ چې پخپله خپله ګټه تر لاسه کړو او لار ورته هواره کړو. که چېرې افغانان د ځان لوړتیا، ارامتيا، پرمختیا او سوکالي غواړي نو په خپل هیواد کې دې د ملي یووالي فضا را منځ ته کړي.
راځئ هر یو له ځانه پيل وکړو، له خپلې کورنۍ او خپل ماحول څخه، راځئ همدا اوس یې پیل کړو ځکه سبا به بیا ناوخته وي.
که ولسونه یووالی سره ولري، که چېرې ولسونه اوخلک ویښ او بیداره وي، که چیرې زموږ مشران، عالمان، سیاستوال او... د سولې غږ په ګډه اوچت کړي، په دې لار کې خپلې هڅې و نه سپموي او خپل ټول امکانات په کار واچوي؛ نو هيڅ له امکانه لېرې نه ده چې هیواد به مو د ارامي او سوله‌ییزې فضا لور ته ګامونه ګړندي کړي.
سرخط‬ ورځپاڼه