ملا برادر کندهار ته مرور تللی؛ خلیل حقاني یې خبره نه‌ده‌ منلې

ملا برادر کندهار ته مرور تللی؛ خلیل حقاني یې خبره نه‌ده‌ منلې


  • 6 ورځي دمخه (14/09/2021)
  • سمسور نیوز
  • 233

په دوحه او کابل کې د ط‌ال‌ب‌ان‌و دوو سرچینو "بي‌بي‌سي" تلویزیوني شبکې ته ویلي، چې څو ورځې وړاندې، غالباً د پنجشنبې یا جمعې پر شپه په ارګ کې د ملا عبدالغني برادر او خلیل‌حقاني ترمنځ لفظي شخړه رامنځ‌ته شوې ده. 

سرچینو دغه‌راز ویلي، چې دا اختلافات وروسته له هغه راپورته شول، چې ملا عبدالغني برادر د نوي حکومت جوړېدو او د ط‌ال‌ب‌ان‌و د سرپرستې کابینې په اړه د نظر اختلاف درلود او په خبره یې، هغه داسې حکومت نه‌غوښت چې چارواکي یې ټول ط‌ال‌ب مشران یا مولایان وي.‌ 

د سرچینو په باور، تر هماغې پېښې وروسته بیا ملا عبدالغني برادر خپه شو او د دوی له مشر ملا هبت الله اخندزاده سره د لیدو لپاره کندهار ته تللی و او ژر به کابل ته راستون شي.‌

د ویلو ده، چې په ټولنیزو رسنیو کې له تېرو څو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې ګواکې د ط‌ال‌ب‌ان‌و د لومړي‌ وزیر مرستیال، ملا عبدالغني برادر تر سخت ټپي کېدو وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړې.